لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښین:د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د ټي ټي پي دوه وسله وال وژل شوي


امنیتي سرچینې وایي د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان په پښين سیمه کې د لیویز ځواک په عملیاتو کې د ټي ټي پي دوه وسله وال وژل شوي.

د سرچینو په وینا دا عملیات تېره ورځ د پښین ضلعې په برشور سیمه کې شوي چې د دوؤ ترهګرو د وژل کېدو تر څنګ پکې یو وسله وال ژوندی هم نیول شوی دی.

جیو رسنۍ د بلوچستان حکومت د ویاند له خولې ویلي چې په عملیاتو کې وژل شوؤ ترهګرو غوښتل چې یو کلي ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو د هغوي د فعالیت اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ په عملیاتو کې دوه ترهګر وژلي دي.

امنیتي ځواکونو یا د بلوچستان حکومت عملیاتو کې د نیول شوي اؤ وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو مخې ته نه ده راوړې.

تر دې وړاندې په ۱۹م اکتوبر هم د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې د بلوچستان په ژوب اؤ پښین سیمو کې یې د ټي ټي پي د وسله والو په ضد عملیاتو کې دوه ترهګر وژلي اؤ پينځه نور یې ژوندي نیولي دي.

د پوځ بیان کې دعوه شوې وه چې ددې عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو ته په ګڼ شمیر کې وسلې، مهمات، چاودیدونکي مواد اؤ ځانمرګي جیکټونه هم په لاس ورغلي دي.

د تېرې څه مودې راهسې پاکستان کې ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس رپورټ وایي چې یوازې د تېر ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي.

په دې بریدونو کې 47 يوازې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو کې 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي۔ دې کې د زياترو پېښو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ په دې وروستیو کې د عزم استحکام په نوم د نوو عملياتو اعلان کړی ، خو د پاکستان اکثره سیاسي ګوندونو د دې نوؤ پوځي عملیاتو پرضد غږ پورته کړی وو

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG