لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یونان سره نږدې په سمندر کې د کډوالو کښتۍ د ډوبېدو وروسته دوه پاکستانیان بې درکه شوې دي


د چارواکو په وېنا یو مال بردار سمندري جهاز ۹۷ کسان وژغورل او د کرېټ جزیرې هېراکولاین ښار ته يې ورسوول. کښتۍ د ګاودوس یا غاودوش جزېرې نه قریباً په ۴۰ کېلوميټره فاصله په سمندر کې غرقه شوې ده
د چارواکو په وېنا یو مال بردار سمندري جهاز ۹۷ کسان وژغورل او د کرېټ جزیرې هېراکولاین ښار ته يې ورسوول. کښتۍ د ګاودوس یا غاودوش جزېرې نه قریباً په ۴۰ کېلوميټره فاصله په سمندر کې غرقه شوې ده

د یونان ساحل سره نږدې په سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د یونان د ساحلي تحفظ ادارې ویلي لږ تر لږه یو تن مړ شوی او دوه نور بې درکه شوي دي.

د لرګې نه جوړې کښتۍ کې ۱۰۰ کډوال سواره وو. د چارواکو په وېنا یو مال بردار سمندري جهاز ۹۷ کسان وژغورل او د کريټ جزیرې هېراکولاین ښار ته يې ورسوول. کښتۍ د ګاودوس یا غاودوش جزېرې نه قریباً په ۴۰ کېلوميټره فاصله په سمندر کې غرقه شوې ده.

په پېښه کې د ژوندي پاتې کسانو څخه ۵۰ سړي د پاکستان، ۳۹ سړي او دوه ښځې د سوډان، پينځه سړي د بنګله دېش او یو سړی د صومالیه دی.

ژوندیو کسانو وویل د سوډان او د پاکستان درې سړي بې درکه دي.

د یو سړي مړی موندل شوی او د امدادي کارونکو د بې درکه کسانو موندلو دپاره هلې ځلې شروع کړي دي. په سمدستي توګه دا نه وه معلومه چې کښتۍ د ډوبېدو سبب څه و؟

د دې پېښې نه دوه ورځې مخکې د ترکي څخه یونان ته تلونکي د سمګلرانو کښتۍ په ډوبېدو کې دوه ښځې او دوه ماشومان مړه شول او ۲۷ کسان ژوندې وژغورل شوو.

په افريقا، اېشیا او په منځني ختیځ کې د غربت او د جنګونو نه یورپين یونین ته د تلونکو کډوالو دپاره یونان مقبوله لاره ده چې په زرګونو خلک ورته د ترکي د ساحل نه ورځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو ترمخه د سږ کال د اکتوبر د میاشت د وړمبو ورځو پورې ۴۲۰۰۰ کډوال یونان ته رسېدليي وو چې اکثریت يې ۳۶۵۰۰ کسان د سمندر دلارې ورغلي وو.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د مهاجرت دپاره د یونان نایب وزیرې صوفیا ولټېپسي خبرداری وکړو چې په منځني ختیځ او په افریقا کې جنګونه او د موسمي بدلون اثرات به په یورپ د کډوالو اوږد مهال دباو دوامداره ساتي.

په عین حال کې د اټلي د سمندري پوځ یو سمندري جهاز د شورو، چهارشنبې، په ورځ البانیا ته ورسېدو چې په کې ۱۶ کډوال سواره وو.

د اټلي او د البانیا د پينځو کلونو د یوې معاهدې ترمخه په اټلي کې د پناه دپاره د دغو کډوالو خواستونه به په البانیا کې کتل کېږي. که خواستونه یې منظور شول نو اټلي ته به ولېږل شي او که مسترد شول نو بېرته خپلو ملکونو ته به ستانه کړی شي. اټلي ته سږ کال تر اوسه پورې ۵۲۰۰۰ کډوال رسېدلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG