لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوکرېن د روس ۴۴ ډرون تباه کړي


د سږکال د اګست د میاشت په دې تصویر کې ليدل کېږي چې د یوکرېن دفاعي ځواکونه د سرښار کیف دپاره په اسمان کې روسي ډرون د معلومولو دپاره رڼاګانې استعمالوي
د سږکال د اګست د میاشت په دې تصویر کې ليدل کېږي چې د یوکرېن دفاعي ځواکونه د سرښار کیف دپاره په اسمان کې روسي ډرون د معلومولو دپاره رڼاګانې استعمالوي

د یوکرېن پهخ شمال مشرقي سیمه کې چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د روس د ډرون په حمله کې په کنوټوپ کلي کې لږ تر لږه ۱۴ کسان زخمي شوې دي.

د چارواکو ترمخه د روس په حمله کې د توانای او د غېر پوځي بنیادي اډاڼې اسانتیاوې په هدف شوي دي.

روسي ځواکونو په کېرسون سیمه کې هم د ډرون حملې وکړې چېرته چې چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د یوکرېن دفاي ځواکونو څلور ټرون رانسکور کړل.

د یوکرېن پوځ وویل د ملک په مختلفو برخو کې يې روس د ۶۴ ډرونز څخه ۴۴ ډرون راغورځولي دي.

د سمي او د کېرسون علاقو نه علاوه یوکرېني ځواکونو ډېنپروپېټروسک، کېمېلنېسکي، کېرووراد، کیف، پولټوا او ژاپوریژا سیمو کې د روس ډرون راغورځولي دي.

په ماسکو کې د روس د دفاع وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په بېلګوراډ سیمه کې يې د یوکرېن درې ډرون، په کرسک سیمه کې دوه او په برېسنک سیمه کې يې یو یوکرېني ډرون رانسکور کړی دی.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د چارواکو سره د امریکې او پولېنډ په دفاعي همکارۍ او یوکرېن سره د مرستې په موضوع خبرې کوي.

یوه ورځ وړاندې یوکرېن ته د برطانيي د خارجه وزیر ډېوډ لېمی ترڅنګ دورې په مهال بلېنکن په کیف کې یوکرېن سره د ۷۰۰ مېلین ډالرو نور امداد اعلان وکړو.

د نوي امریکايي امداد نه ۳۲۵ مېلین ډالربه د یوکرېن د توانای بنیادي اډاڼه په سمولو خرچ کولی شي چې د روس په حملو ورته نقصان رسېدلی دی، قریباً ۲۹۰ مېلین ډالر انساني امداد دی او ۱۰۲ مېلین ډالر به په یوکرېن کې ځمکني ماینونه او نور ناچاودېدلي مواد په صفا کولو مصرفېږي.

بلېنکن د یوکرېن د نوي خارجه وزیر اندري سيبیها او د لېمی ترڅنګ خبري غونډې ته وویل یوکرېن سره مرسته به دوام لري ځکه چې د دې انحصار نه په یو ملک، نه په یوه پارټۍ او نه په یو الېکشن دی.

بلېنکن وویل لیدل کېږي چې روس په یوکرېن کې دننه، په ملکي خلکو، د توانای په بنیادي سهولتونو او د یوکرېن په پوځ چې د خپل ملک دفاع کوي حملې زیاتې کړي دي.

لېمی یوکرېن سره د ۷۸۰ مېلین ډالرو نه د زیات مالیت امداد او د قرضونو ضماتنونه ورکړل. هغه وویل دغه مالي مرسته به په انساني امداد، توانای او د بیا رغونې په ضرورتونو لګول کېږي.

لېمی وویل برطانیه په یوکرېن ته پوځ امداد په رسوولو کې چټکتیا کوي او د سږ کال تر اخېره پورې به یوکرېن ته د فضايي حملو په دفاع کې استعمالېدونکي مزایل، د توپخانې دپاره اضافي ګوله بارود او بکتر بند موټرې ورکوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG