د ملګرو ملتونو د خپلواکه کارپوهانو یوې ډلې د پاکستان څخه په لویه کچه د بې اسناده افغان کډولو په ویستل کېدو اندېښمني څرګنده کړې او غوښتنه یې کړی چې په کډوالو کې کمزورو خلکو ته د ورپېښو خطرو کمولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.
په جېنوا کې د یو انلاین خبري کانفرنس په وخت د ملګرو ملتونو د نسلي امتیاز د ختمولو کمیټۍ د پاکستان په اړه په جایزه رپورټ کې ویلي دي چې دوی د پاکستان نه د غېر قانوني بهرنیانو په لویه کچه وېستل کېدو په منصوبه پرېشانه دي.
د کمیټۍ مشر مېچل بالسرزاک ویلي چې په مجموعي توګه تر اووه لکه پورې افغانان له پاکستانه اوخکل شوي او افغانستان ته په بیرته لېږلو مجبوره کړی شوي دي چې یواځې د اپریل نه تر جون پورې پکې یو لاک او یوزر کسان شامل دي.
پاکستاني چارواکو د تېر کال په پایه کې د غېر قانوني کډوالو اوخکلو مهم هغه وخت پېل کړی وو چې په هېواد کې د وسلوالو ترهګر بریدونه زیات شوی وو – دوي تورونه پوري کړي وو چې علت یې پاکستان کې د غېر قانوني افغانانو موجودګي او د افغانانو ترمنځه اوسېدونکي جنایت کار دي. ددې ترڅنګ یې د پاکستان پریوتې اقتصادي حالت هم یاد کړی وو.
بالسر زاک د کمیټۍ د رپورټ غټ ټکي ښکاره کړل او زیاته یې کړه د کال 2023 د ستمبر نه واخله تر دسمبر میاشتې پورې تر 28,500 پورې افغانان نیول شوي ، ویره ولی شوي او په زور ددغه هېواد نه اوخکل شوي او د ویرې له وجې افغانستان ته په تلو مجبوره کړی شوي دي.
د کمیټۍ مشر په دې زور راوړی چې پاکستان باید په زور د دکډوالو اوخکلو اندازې وکړي او د خطرو سره مخ د خلکو خطرو راکمولو لپاره ګامونه پورته کړي، ځکه چې هغه ماشومان چې څوک ورسره نه وي د قاچاق کولو او ناجایزه کارولو خطرې یې شته.
وایس اف امریکا په رپورټ د خارجه وزارت د دریځ اخستو لپاره د چارواکو سره د رابطو هڅه وکړه خو د وزارت ویاند لخوا ورته په فوري توګه څه ځواب نه دی ورکړی شوی.
خو د پاکستان حکومت ددې نه وړاندې د غېرقانونه کډوالو اوخکلو په اړه ټولې نیوکې رد کړي دي او وايي چې ددې مهم هدف کوم خاص قوم نه دی او وايي زیاتره افغانان په رضاکارانه توګه واپس روان دي. خو افغانستان خوا ته واکمن طالبانو د پاکستاني چارواکو په دې د عوو پوښتنې راپورته کړي دي.
بالسرزاک وویل چې د ملګرو ملتونو کمیټۍ په دې لړ کې د عالمي قوانینو په نه عملي کولو، د قانون سازۍ او د متعلقه ادارو په کار کې په کمي باندې خفګان وښودلو کمیټۍ سپارښتنه کړې ده باید پاکستان د کال 1951 د کډوالو کنونشن او د 1967 د اختیاري احتیاطونو توثیق وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره هايي کمشنر وايي پاکستان د عالمي کنونشن فریق نه دی او د کډوالو د تحفظ لپاره یې کوم څه قانون سازي نه ده کړې او نه یې د بهرنیو وګړو د حیثیت لپاره کوم طریقه کار جوړ کړی.
بالسرزاک ویلي چې افغانستان کې د څو لسیزو راهیسې روان جنګ ، نا انصافیو او زیاتوب ترڅنګ د خراب معیشت له وجې کډوال تېښته کوي او پاکستان ته ور اوړي.
د ملګرو ملتونو د کمیټۍ د شمیرو له مخې دا وخت پاکستان کې 1.4 میلینه کډوال ژوند کوي. پاکستان کې دا وخت تر نهو لاکهو پورې افغان کارډ لرونکي موجود دي او دغه کسانو ته دا کارډونه څو کاله وړاندې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځه د کډوالو په اړه د یو عالمي تنظیم په مالي مرسته ورکړی شوي وي وو .
تیره میاشت پاکستان په هېواد کې دننه د 1.4 میلینه افغان کډوالو د پاتې کېدو موده تر 2025 پورې وغځوله.
Forum