لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي طالبان د مېرمنو په اړه خپلې ژمنې نه پوره کوي


مېشېل باچیلی
مېشېل باچیلی

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشرې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د دوی په تګلاره تنقید کړی او ویلي یې دي چې د مېرمنو په اړه د طالبانو ژمنې د حقیقت نه لېرې دي.

مېشېل باچيلې د ګل، دوشنبې، په ورځ په جنیوا کې هیومن رایټس کاونسل ته د مېرمنو په اړه د طالبانو د لوظونو نه پوره کولو خبره په داسې حال کې وکړه چې طالبانو واک ته د رسېدو نه وروسته په کابل او ځینو نورو ښارونو کې افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ په خاطر مظاهرې کړې دي.

د افغان مېرمنو د پرله پسې مظاهرو وروسته طالبانو په احتجاجونو پابندي لګولې ده او ویلي یې دي چې د مظاهرو منتظیمین به لومړی اجازت غواړي او طالبان به د مطاهرې د مقصد او د شعارونو نه خبروي.

دملګرو ملتونو او د انساني حقونو تنظیمونو د مېرمنو د احتجاج په ضد د طالبانو د تشدد غندنه کړې ده.

د خالي، شنبې، په ورځ په سلګونو مېرمنو دطالبانو په حق کې مظاهره وکړه
د خالي، شنبې، په ورځ په سلګونو مېرمنو دطالبانو په حق کې مظاهره وکړه

د خالي، شنبې، په ورځ‌ په کابل کې په سلګونو طالبان پلوه مېرمنو د دوی په حق کې مظاهره وکړه.

مېرمن باچیلی وویل افغانستان دا مهال د خطر نه ډک نوي پړاو ته داخل شوی دی او مېرمنې او د نسلي اقلیتونو خلک د خپلو حقونو په اړه ژور تشویش لري.

مېرمن باچيلی وویل د طالبانو د لوظونو برعکس په تېرو دریو هفتو کې مېرمنې د ټولنیز ژوند نه بهر کړی شوي دي.

د ملګرو متلونو چارواکي د طالبانو په کابینه کې مېرمنو په نشت والي هم مایوسي څرګنده کړه.

په کابل د واک سمبالولو وروسته د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په خپل لومړي خبري کانفرس کې ویلي وو د افغانانو د بنیادي حقونو احترام په کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG