لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل به په ایران د اسرایل د حملې په موضوع غور کوي


سوېټزرلېنډ چې د سیکورټي کاونسل صدارت کوي، وویل د غونډې غوښتنه ایران کړې او الجزایر، چین او يې روس ملاتړ کړی دی
سوېټزرلېنډ چې د سیکورټي کاونسل صدارت کوي، وویل د غونډې غوښتنه ایران کړې او الجزایر، چین او يې روس ملاتړ کړی دی

د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل به د ګل، دوشنبې، په بېړنۍ غونډه کې په ایران د اسرایل د حملو وروسته د منځني ختیځ په صورتحال غور کوي.

سوېټزرلېنډ چې د سیکورټي کاونسل صدارت کوي، وویل د غونډې غوښتنه ایران کړې او الجزایر، چین او يې روس ملاتړ کړی دی.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د خالي، شنبې، په ورځ په ۱۵ غړو مشتمل سېکیورټي کاونسل ته خط کې وویل د اسرایلي رژیم ګامونه نړیوال امن ته خطر دی او په یوه نازکه سیمه کې نوره بې ثباتي پېدا کوي.

د خالي، شنبې، په ورځ په ایران د اسرایل په حملو کې اسرایلي جنګي جهازونو د ایران د مزایلو کارخانې په هدف کړې. د اسرایل د حملې نه څو هفتې مخکې ایران په قریباً ۲۰۰ بېلېسټېک مزایلو په اسرایل حمله کړې وه.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل اسرایل په حملو کې خپل اهداف ترلاسه کړل چې په کې د ایران دفاعي او د مزایلو جوړولو صلاحیت ته نقصان رسوول شامل وو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د سېکیورټي کاونسل د غونډې نه مخکې عراق ملګرو ملتونو ته شکایت وکړو چې اسرایل د ایران خلاف حمله کې د عراق فضايي حدود استعمال کړي دي.

د عراقي حکومت ترجمان وویل ملګرو ملتونه ته خط کې د عراق د فضايي حدودو او د خود مختارۍ د خلاف ورزۍ غندنه شوې ده.

بلخوا په لبنان کې اسرایلي ځواکونو د ګل، دوشنبې، په ورځ تازه هوايي حملې وکړې او د لبنان د صحت چارواکو وویل په صور ښار لږ تر لږه پينځه کسان ووژل شوو.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د مصر صدر عبدلالفاتح السیسي په غزه کې د اسرایل او د حماس په جنګ کې د دوو ورځو د اوربند تجویز وړاندې کړو چې په مهال به يې حماس څلور یرغمالان ازاد کړي. اسرایل او حماس دواړو دغه تجویز ته لا څه جواب نه دی وېلی.

په عین حال کې د اسرایل د موساد استخباراتي ادارې مشر ډېوډ برنیا د اتوار، يکشنبې، په ورځ قطر ته ورسېدو چې د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني او د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر وېلیم برنز سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG