لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایچ او په رفح کې د اسرایل تر ممکنه عملیاتو مخکې بیړنی روغتیایي پلان جوړ کړی


د روغتیا نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ خبردرای ورکړی چې د غزې په رفح ښار کې د اسرایل پوځي عملیات به د "وینو بهولو" سبب شي او د دې د مخنیوي لپاره یې د خلکو د علاج او اړتیا وړ مرستو لپاره بیړنی پلان جوړ کړی دی.

د نیول شویو فلسطیني سیمو لپاره د روغتیا د نړیوالې ادارې استازی ډاکټر ریک پیپرکورن ویلي، "له اقداماتو سره سره خراب روغتیایي سیسټم به دا توان ونه لري چې د برید له کبله د ممکنه خرابۍ کچه برداشت کړي".

ملګرو ملتونو دا خبرداری په داسې وخت ورکړی چې د امریکې په ګډون د نړیوالې ټولنې له اندېښنو سره سره د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتنیاهو کلکه عزم څرګند کړی چې د حماس د وروستیو پناه ځایونو د ختمولو لپاره به په رفح کې عملیات کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د منځني ختیځ له سفره تر را ستنېدو وروسته یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې په رفح کې د اسرایلي پوځ مځکني عملیات به تر هغه د زیاتې مرګ ژوبلې سبب شي چې "د منلو وړ دي".

د اې ایف پي د خبر له مخې بلینکن د جمعې په ماښام په اریزونا کې د مک کین انسټیټیوټ سیډونا فورم ته وویل، "د داسې یو پلان په نشتوالي کې موږ نه شو کولای په رفح کې د لویو پوځي عملیاتو ملاتړ وکړو ځکه چې زیان به یې تر هغه زیات وي چې د منلو وړ دی".

د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریوسس خبرداری ورکړی چې په رفح کې د اسرایل پوځي عملیات به ناوړه نتیجې ولري. ښاغلي ګیبریوسس د جمعې په ورځ‌ پر خپل ایکس لیکلي:

"ډبلیو ایچ او ژوره اندېښنه لري چې د غزې په رفح ښار کې بشپړ پوځي عملیات به کېدای شي د وینو بهېدو سبب شي او د [غزې] خراب شوی روغتیایي نظام به لا پسې خراب شي".

د اې پي د خبر له مخې ځینو امریکایي چارواکو منلې، اسرایل په دې اونۍ کې د بایډن انتظامیې چارواکو ته د هغه پلان په اړه معلومات ورکړي چې په رفح کې د حماس خلاف تر عملیاتو مخکې فلسطیني ملکي وګړي له دې سیمې وباسي.

دغو چارواکو د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښودلو په شرط ویلي د اسرایل دې پلان- چې عام خلک به تر عملیاتو مخکې باسي- د امریکې د حکومت هغه نظر بدل نه کړ چې وایي په رفح کې عملیات به ډېر بې ګناه فلسطینی ملکي وګړي له خطر سره مخ کړي.

د غزې پټۍ د ټولې څه کم دوه نیم میلینه ابادۍ شاوخوا یونیم ملین خلک د اسرایل او حماس تر منځ د تېرې شپږمیاشتنۍ جګړې له کبله کډه شوي او اکثره یې په رفح ښار کې مېشت دي خو هلته هم خوندي نه دي او د بیا کډه کېدو له خطر سره مخ دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي په رفح کې د ممکنه پوځي عملیاتو له کبله یې تیارۍ کړې دي خو دا خبرداری یې هم ورکړی چې په سیمه کې "له کار لوېدلی" روغتیایي سیسټم به ونه کړی شي د ډېرو کسانو د مرګ ژوبلې چاره وکړي.

د دې نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې د اسرایل په درنو هوایي بمباریو کې د غزې پټۍ اکثریت روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي او په بشپړه توګه تباه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي د غزې له 36 روغتونونو څخه یواڅې 12 او له 88 بنیادي روغتیایي مرکزونو څخه 22 څه نا څه فعاله دي.

د روغتیا له نړیوالې ادارې سره سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر «اوچا» هم خبرداری ورکړی دی چې په رفح کې پوځي عملیات به د خلکو د "قتل عام" سبب شي.

د دې ادارې ویاند ینز لایرک په جنېوا کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې په رفح کې د بشري مرستو رسولو ادارې مخکې هم له ستونځو سره مخ وې او د اسرایل پوځي عملیات به دې هلو ځلو ته غټ زیان ورسوي.

په غزې کې جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرایل باندې د حماس له برید وروسته پیل شوه. د اسرایلي چارواکو په خبره په دغه برید کې 1,200 کسان وژل شوي وو چې وایي زیاتره یې ملکي وګړي وو او 250 نور یرغمل شوي وو.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت وايي د حماس خلاف د اسرایل په غچ اخیستونکو عملیاتو کې تر اوسه 34,568 کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG