لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه به په بنګله دېش کې د انساني حقونو د مبینه خلاف ورزیو تحقیقات کوي


په اړي ګړي کې د ۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او د احتجاجونو په نتیجه کې حسېنې استعفا ورکړه او د اګست په پينځمه نېټه هندوستان ته وتښتېدله
په اړي ګړي کې د ۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او د احتجاجونو په نتیجه کې حسېنې استعفا ورکړه او د اګست په پينځمه نېټه هندوستان ته وتښتېدله

د انساني حقونو دپاره د ملګرو ملتونو دفتر د جمعې په ورځ وویل د بنګله دېش دعبوري حکومت په غوښتنه به هېواد ته یوه ډله لېږي چې د پخوانۍ وزیراعظم شېخ حسینه د حکومت خلاف د تشدد نه ډکو احتجاجونو کې د انساني حقونو د مبینه خلاف ورزیو تحقیقات وکړي او حقایق معلوم کړي.

تېره میاشت په بنګله دېش کې احتجاجونه په حکومتي روزګارونو کې د کوټې یا د مخصوصو چوکو خلاف د طالب علمانو په مشرۍ کې شروع شوي وو. په مظاهرو کې د تشدد په اړه وېل کېږي چې په کال ۱۹۷۱ کې پاکستان نه د ازادۍ وروسته دا تر ټولو خونړۍ پېښې وې.

په اړي ګړي کې د ۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او د احتجاجونو په نتیجه کې حسېنې استعفا ورکړه او د اګست په پينځمه نېټه هندوستان ته وتښتېدله.

د نوبل انعام یافته محمد یونس په مشرۍ د عبوري حکومت او امنیتي ځواکونو په اړي ګړي قابو موندلی دی.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د دفتر ترجمانې روينا شامدشاني په یو بیان کې وویل دفتر به یې په راتلونکو څو هفتو کې په بنګله دېش کې حقایق معلوموونکي یوه ډله وګماري په دې غرض چې په احتجاجونو کې په سرغړونو کې ککړ کسان معلوم کړي، د دې اسباب معلوم کړي، د انصاف او احتساب دپاره تجاویزونه وړاندې کړي او د اصلاحات تجویز کړي.

د دې اعلان نه مخکې د ملګرو ملتونو یوې ډلې د اګست د ۲۲ نه تر د ۲۹ نېټې پورې د بنګله دېش دوره وکړه او د عبوري حکومت د چارواکو په شمول یې نورو اړوندو شریکدارانو یې ملاقاتونه وکړل.

د انساني حقونو دپاره د متحده قومونو کمېشنر ولکر ټرک په انټرنېشنل کنوېنشن فار دي پروټېکشن اف ال پرنسنز فارم انفورسډ ډېس اپرېينسو معاهده کې د بنګله دېش د شاملېدلو د فېصلې هرکلی وکړو. ولکر په بنګله دېش کې د بې درکه کسانو په اړه د تحقیقاتي کمېشن د جوړېدو هم هرکلی وکړو. په بنګله دېش کې دا یوه زړه مسله ګڼل کېږي.

شامدشاني وویل د بنګله دېش کمېشن به د بې درکۍ ښکار شویو خلکو سره صلاح مشوره کوي او ورسره به په رابطه کې وي او د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر به يې مرسته کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG