په یمن کې د ډز بندۍ دپاره د ملگرو ملتونو په غوښتنه هوثي باغیانو ویلي په سعودي عرب او په سعودی ائتلاف کې شامل متحده عرب اماراتو به د ډرون او د مزایلو حملې نه کوي.
د ایران په ملاتړ جنگېدونکو هوثي باغیانو وویل که چېرې سعودي عرب "امن غواړي" نو دوی به د ملگرو ملتونو د ډزبندۍ احترام کوي.
د هوثي ډلې مشر محمد علي الهوثي په یو بیان کې وویل دوی د ملگرو ملتونو خصوصي استازي مارټن گرېفېتس په غوښتنه حملې بندې کړې.
سعودي باچا شاه سلمان ویلي په یمن کې د ډربندۍ دپاره د نړیوالو کوښښ پابندي به کوي.
د ډزبندۍ باوجود عرب مطبوعاتو په یمن کې ځای په ځای او په خصوصي توگه د ساحلي ښار حدیبه سره شا او خو د جگړې رپورټونه ورکړل.
د امریکې په ملاتړ کې سعودي ائتلاف د هوثیانو خلاف هغه وخت جنگ پېل کړو چې په کال ٢٠١۴ کې سرښار ثنا ونیولو او د یمن حکومت یې په عارضي توگه سعودي عرب ته جلاف وطن کړو. نسکور شوی حکومت د یمن عدن ښار ته منتقل شوی دی.