لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې بېوزلۍ په هرو دوو تنو کې پر یو باندې اغېز کړی دی


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره د بودیجې برابرولو د اړتیا یادونه کړې او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې بیوزلۍ په هرو دوو افغانانو کې پر یو باندې اغېز کړی دی.

اوچا د ستمبر پر پینځمه پر ایکس لیکلي، د روان 2024م کال ختمېدو ته یواځې څلور میاتشې پاته دي خو وایي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې مجبوره خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د غوښتل شوې بودیجې یواځې 25 فیصده برابره کړې ده:

"بېوزلۍ له هرو دوو افغانانو یو اغېزمن کړی او د 80 فیصده کورنیو هر غړی تر یو ډالر په کمو پیسو ګوزاره کوي. د ژوند ژغورلو لپاره په بیړني ډول اضافي ملاتړ ته اړتیا ده".

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د 23.7 میلینه مجبوره کسانو لپاره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د 2024 کال په سر کې له نړیوالې ټولنې 3.06 ارب ډالر غوښتي وو، خو نړیوالې ټولنې تر اوسه یواځې شاوخوا 800 میلینه ډالر برابر کړي دي.

د بودیجې له کمښت وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو رسولو یو شمېر نړیوالو ادارو په افغانستان کې د خپلو ځینو پروګرامونو د بندېدلو خبرداری هم ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې ډبلیو ایف پي هم د ستمبر پر پینځمه پر خپل ایکس د خپلو پروګرامونو لپاره د بودیجې د کموالي د ستونځې په اړه لیکلي چې له دې وروسته به په افغانستان کې یو میلین میندې او ماشومان د کم خوراکۍ د مخنیوي او علاج لپاره چمتو شوي ځانکړي خواړه ترلاسه نه کړای شي.

ملګرو ملتونو له وړاندې ویلي چې په 2024 کال کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړو کسانو کې یواځې 17.3 میلینه کسانو ته مرستې برابرولای شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، د روان 2024 کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مرسته کوونکو ادارو له 12.1 میلینه مجبورو کسانو سره لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته شوې ده.

اوچا د د ستمبر پر دویمه پر خپل ایکس لیکلي چې په افغانستان کې دغه شمېر افغانانو دا مرستې تر سلو د زیاتو بشرپاله ادارو له خوا ترلاسه کړي دي.

اوچا ویلي "د عملیاتو د پیچلي چاپیریال باوجود د بشري مرستو کارکوونکو په ټول افغانستان کې خلکو ته د ژوند د ژغورنې مرستې رسولي دي".

ملګرو ملتونو په یو رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې نجونې او میرمنې د طالبانو له خوا د کار او زده کړو د حقونو په ګډون د جنسیت پر بنسټ د سختو ګواښونو سره مخ دي، چې د مرستو د کمښت له کبله تر ټولو لوی زیان هم افغان مېرمنو او نجونو ته رسیږي.

د بشري مرستو ځینو ادارو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له ګډون او ملاتړ پرته په یو هېر شوي بحران باندې د بدلیدو له حالت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاوو د ځواب ویلو د پروګرام د رپوټ له مخې، په افغانستان کې 23.7 میلینه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې وایي‌ په دې کې 52 فیصده ماشومان او 25 فیصده ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په افغانستان کې په کم خوراکۍ باندې د اخته ماشومانو او میندو شمېر زیات شوی او 6.3 میلینه افغانان په هېواد کې دننه له خپلو مېنو او کورونو نورو سیمو ته کډه شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG