د افغانستان د پاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ وايي پاکستان په افغانستان او په سيمه کې ژور اثر لري او له سوبه يې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ کله کله لانجه راپورته کيږي ځکه پاکستانيان د امريکا او امريکايان د پاکستان د افغان پاليسۍ په اړه په يو بل نه انديښمن دي.
ښاغلي وېسټ دا هم وویل چې په موجود وخت کې پاکستان طالبانو په رسمیت د پېژندلو دپاره کوښښونه کوي.
د وي او ای سره په ځانګړې مرکه کې امريکايي چارواکي په پاکستان کې د مېشت پښتنو په اړه په اشاره کې ويلي “د تاريخ په رڼا کې ويلی شو د دوی ژبني او کلتوري ساخت يو دی او د پولې (ډيورنډ کرښې) دواړو غاړو ته ښې اړيکې لري. نو دا د انديښنې خبره ده؟ او کله کله ده خو دا دوه اړخيزه خبرې اترې غواړي”.
هغه زياته کړه چې هغه ګڼي د پاکستانيانو په افغانستان کې د امريکا په تګلاره انديښنه ده او د امريکايانو د مودې نه په افغانستان کې د پاکستان په پاليسۍ انديښنې دي.
ټامس وېسټ وايي “زما په اند مهمه خبره دا ده چې دا دوه اړخيزه خبرې اترې دي او مونږ دغه لارې نه بندوو لکه څنګه چې د هغوی د ښه کوښښونو نه څرګنده ده چې د فراخه کړل شوي ټراېکا غونډې کوربتوب يې وکړو”.
ښاغلي وېسټ وويل “خبر دې وئ چې په راتلونکي کې به هم د پاکستان د بيوراکرسي سره په رابطه کې يو ځکه چې پاکستان په افغانستان او سيمه کې اوس هم مظبوط اثر لري”.
د امريکا د خارجه چارو وزارت يو لوړپوړي چارواکي ويلي امريکا ډېره انديښمنه ده په افغانستان کې چې د وړاندې نه په مشکل کې و کې د طالبانو د پوځي واک اخستلو وروستو بشري ستونزې په ډېرېدو دي.
تېره اوونۍ د طالبانو وزير خارجه امير خان متقي د امريکې کانګرس ته يو پرانستی ليک استولی و چې د افغانستان د نهه بيلين ډالرو نه زياتې ايسارې کړل شوې پيسې دې بيرته طالبانو ته ورکړي او دغسې نور بندېزونه دې هم د طالبانو نه پورته کړل شي.
ټامس وېسټ وي او ای ته وويل “د بد بختۍ نه د اګست په نيمه کې د بدلون نه وړاندې هم افغانستان د بشري ستونزو سره مخ و. او څه چې مونږ وليدل دا حالت نور هم هله خراب شو چې نړيوالې مرستې ختمې شوې چې د شلو کالو راهسې پرې د افغانستان اقتصاد روان و”.
هغه وايي “مونږ طالبانو ته د مخکې نه ويلي وو که واک يې په پوځي زور ونيولو نو کمک به غيب شي او هم هغه څه وشول”.
د طالبانو د واکمنۍ په رسميت د پېژندلو په اړه ښاغلي وېسټ وويل “زه نه ګڼم څوک يې دا وخت په رسميت او په خاصه توګه چين او روس پېژندلو ته چمتو دي. زه ګڼم پاکستانيان دا وخت په دې رابطو کې ډېر بوخت او مخکې مخکې دي خو زمونږ د رسميت پېژندنې په اړه نا ده”.
یادونه: د ټامس وېسټ سره مرکه د وي او ای نيکي چېنګ کړې ده