لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني څېړونکي وايي طالبانو تشدد هم کولو او د سولې خبرې هم


ټاکل شوي وه چې د تېرې هفتې په اخېره کې به افغان صدر اشرف غني او د طالبانو استازي امریکې ته ځي او د سرښار واشنگټن سره نژدې د کېمپ ډېوډ په تاریخي سیاحتي مرکز کې به په افغانستان کې د سولې په موضوع د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره خبرې کوي
ټاکل شوي وه چې د تېرې هفتې په اخېره کې به افغان صدر اشرف غني او د طالبانو استازي امریکې ته ځي او د سرښار واشنگټن سره نژدې د کېمپ ډېوډ په تاریخي سیاحتي مرکز کې به په افغانستان کې د سولې په موضوع د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره خبرې کوي

ټاکل شوي وه چې د تېرې هفتې په اخېره کې به افغان صدر اشرف غني او د طالبانو استازي امریکې ته ځي او د سرښار واشنگټن سره نژدې د کېمپ ډېوډ په تاریخي سیاحتي مرکز کې به په افغانستان کې د سولې په موضوع د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره خبرې کوي.

صدر ټرمپ د خبرو ځنډېدو سبب تېره هفته په کابل کې د طالبانو حمله وبلله چې د یو امریکايي عسکر په شمول یې ١٢ کسان وژلي دي.

د دې پرمختگ په ترڅ کې په پاکستان کې څېړونکو ویره څرگنده کړې چې د افغانستان په جگړه زیاتوالی کېدلی شي او وايي طالبانو یوې خوا ته د امن خبرې کولې او بلې خوا یې تشدد ته هم دوام ورکړی و.

د پاکستان د پوځ پخواني جرنېل او څېړونکي طلعت مسعود وي او ای ډیوه ته وویل د ورستۍ حملو دلارې د طالبانو مقصد خپل زور ښودل وو چې دوی زورور دي.

د طلعت مسعود نظر و چې خبرو ته د کښېناستلو نه وړاندې طالبانو ته پکار وو چې د تشدد نه یې لاس اخیستی وی. هغه وویل "د طالبانو قیادت هغوی ځما په خیال په دې نه پوهېدل چې دا ډیره ضروري ده چې که واقعي تاسو د امن په لوري ځۍ نو تاسو په کومه طریقه داسې جارحانه او بربریت کولی شئ چې مسلسل د معصومو خلکو ژوندونه اخلئ او دا د دې دپاره چې کله امریکایان ځي او مونږ خپل ساک (رعب) په افغانستان پرځای کړو."

د نړیوالو چارو څېړونکي اعجاز خټک وویل طالبان دا خبره څرگندول غواړي چې گنې امریکا د افغانستان څخه پښې ویستل غواړي خو حقیقت دا دی چې امریکا به افغانستان په داسې حالاتو کې نه پرېښږدي چې هیواد یوارې بیا د ترهگرو ځاله جوړه شي. اعجاز خټک وویل، "امریکا به اوس هم غواړي چې خبرې اترې بیا شروع کړي کېدی شي چې دې بیا بېلسن (توازن) راشي، دا دومره دې طالبان په اړخ نه وي او د امن ضمانتونه راشي، چې دا به طالبانو په زور د اخیستو کښښ نه کوي، خپلې خبرې به په زور په چا نه مني."

اعجاز خټک وویل د طالبانو د لاس بري تاثر ختمولو دپاره دا امکان هم موجود دی چې امریکا زیات سخت اقدامات وکړي. اعجاز خټک وویل په افغانستان کې د جنگ د زیاتېدو هم امکان دی.

په پاکستان کې مطبوعاتو هم د امریکې او طالبانو خبرو ځنډېدو ته ډیر ځای وکړی دی. په ټېلې وژن چېنلو پرې تبصرې او تجزيي کېږي، ورځپاڼو دغه خبر په لومړي مخونو شائع کړی او اداريي یې پرې لیکلي دي.

د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې "اېکسپرېس ټرېبیون" په خپله اداریه کې لیکلي چې امریکا طالبانو سره د خبرو ځنډولو دپاره د تشدد زیاتوالی د یو عضر په توگه استعمالوي.

ورځپاڼه "ډېلي ټایمز" وايي د خرابې معاهدې نه نه معاهده غوره ده.

خبریال عبدالروف یوسفزی وايي د یو څو پاکستاني ورځپاڼو نه علاوه نورو مطبوعاتو د امرېکې او طالبانو خبرو ځنډېدو ته بې طرفه کتنه نه ده کړې. "د پاکستاني میډیا په امن باندې توجه نه ده ساتلې هغوی دغه (توجه) ساتي چې کوم د پاکستاني چې کوم مفاد دی په افغانستان کې د هغې په نظر باندې دوي خپل اېډیټوریل (اداریه) یا اېجنډه سېټنگ (تگلاره) جوړوي.

د پېپلزپارټۍ پخواني سنېټر فرحت الله بابر په ټوېټر لیکلي چې د طالبانو سره د سولې لوظنامې دلارې امریکا د افغانستان نه خپل ځواکونه ویستل غوښتل او په پاکستان کې ځینېو عناصرو په افغانستان کې د خپلې گډاگی حکومت راوستل غوښتل.

پاکستاني خبریالا عمرچیمه په ټوېټر لیکلي چې د امریکې او طالبانو ترمنځ د لوظنامې نتیجه به هم هغه وه چې پاکستان د پاکستاني طالبانو سره په قبایلي سیمو کې کړې وه.

په امریکا کې د واک من ریپبلېنک پارټۍ او حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ یو شمېر غړو ویلي چې پکاره نه وه چې د طالبانو سره په کېمپ ډېوډ کې د خبرو بندوبست شوی وی.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل په افغانستان کې د طالبانو د ورستیو حملو نه پس صدر ټرمپ ښه فیصله وکړه چې د کېمپ ډېوډ غونډه یې وځنډوله.

د ریپبلیکن پارټۍ کې د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان غړي مېرمن لېز چېني وویل د کال ٢٠٠١ د نهم سېپټمبر د طالبانو په ملاتړ د القاعده د حملو وروسته امریکايي رهبرانو د ځواب ورکولو دپاره منصوبه سازي په کېمپ ډېوډ کې کړې وه نو پکاره نده چې طالبان هیڅ کله هلته قدم کښېدي.

طالبانو د امریکې فیصله وغندله او ویې ویل د خبرو ځنډولو تر ټولو زیات نقصان به په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته رسي. طالبان وویل د امریکې اعتبار ته به زیان رسېږي، "نړۍ ته به یې د امن په ضد دریځ ښکاره شي، د دوی جاني او مالي تلفات به زیات شي او په نړیواله کچه به یې سیاسي لېن دین بې اعتباره شي."

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG