لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د امیګرېشن چارواکو په نیوجرزي ریاست کې د چاپې په مهال ګڼ شمېر کسان نیولي دي


ایس وویل په یو بیان کې وویل په دې اړه تحقیقات کوي خو د نوارک په شان د چاپو په مهال اېجنټان د امریکايي شهریانو سره هم مخامخ کېدلی شي او د خلکو نه د شناختي دستاوېزاتو غوښتنه کولی ش
ایس وویل په یو بیان کې وویل په دې اړه تحقیقات کوي خو د نوارک په شان د چاپو په مهال اېجنټان د امریکايي شهریانو سره هم مخامخ کېدلی شي او د خلکو نه د شناختي دستاوېزاتو غوښتنه کولی ش

د امریکې امیګرېشن چارواکو د نیوجرزي ریاست په نوارک ښار کې د چاپې په مهال غېر قانوني کډوال او ځینې امریکايي شهریان نيولي دي.د ښار مېیر یا ښاروال وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ چاپه کې یو پخواني امریکايي پوځي نیول شوی او د خلکو د بنیادي حقونو خلاف ورزي شوې ده.

د امیګرېشن چارواکو په نوارک کې چاپه د صدر ډانلډ ټرمپ د دې اعلان وروسته وهلې چې د امریکې نه به غېرقانوني بهرنیان وباسي.

په تېرو وختونو کې به د نوارک مېیر راس براکا کډوالو ته پناه ورکولو په اړه د ښار د تګلارو ستاینه کوله.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلې عهدې د سوګند پورته کولو وروسته ټرمپ د هېواد څخه د غېرقانوني خارجیانو د ویستلو په اړه یو شمېر اېګزېکېټیو ارډرز یا صدارتي حکمنامې لاس لیک کړي دي.

ټرمپ داسې ګامونه هم اخیستي چې ترمخه به يې هغه چارواکو ته سزاګانې ورکول کېږي چې د هغه د احکاماتو نافرماني کوي.

براکا په یو بیان کې وویل په نوارک کې د چاپې دپاره د امیګرېشن اېڼد کسټمز اېنفورمنټ یا د ایس اېجنټانو سره وارنټ یا د ګرفتارۍ اجازت نامه نه وه او د غېرقانوني بهرنیانو ترڅنګ يې د امریکې شهریان هم په حراست کې واخیستل. نوارک د نیویارک ښار سره نږدې دی.

مېیر وویل په نیول شویو کسانو کې د امریکې پخوای عسکر هم شامل دی او هغه د دې بې عزتۍ نه هم تېر کړی شو چې د پوځي دستاوېزاتو د قانونیت په اړه يې پوښتنې راپورته کړی شوې.

ایس وویل په یو بیان کې وویل په دې اړه تحقیقات کوي خو د نوارک په شان د چاپو په مهال اېجنټان د امریکايي شهریانو سره هم مخامخ کېدلی شي او د خلکو نه د شناختي دستاوېزاتو غوښتنه کولی شي.

deewa
deewa

براکا وویل د نوارک د چاپې په مهال د ایین د لاندې د خلکو د بنیادي حقونو خلاف ورزي شوې ده. هغه وویل په داسې حال کې چې د هغه په قول خلک په غېرقانوني توګه ویرول کېږي نوارک به په ارام نه کښېني.
ایس او نه هم براکا د هغه کاروبار نوم واخیستلو چې د چاپي هدف و.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرولاین لوېټ په اېکس پو پېغام کې وویل د ټرمپ حکومت د زیارت په ورځ ۵۳۸ کسان ګرفتار کړل، ټول يې غېرقانوني مجرمان وبلل او ويې وېل په نیول شویو کسانو کې د وېنېزوېلا د زندان د ګېنګ کسان او داسې تنان هم شامل دي چې د جنسي جرمونو په سر سزا شوي دي.

څېړنې ښيي چې کډوال د مقامي امریکایانو نه زیات جرمونه نه کوي او په امریکا کې د غېر قانوني کډوالو د جرمونو شرح زیاته نه ده.

د ټرمپ د اعلان وروسته د غېر قانوني کډوالو خلاف د عملیاتو شروع کېدو راهسې براکا وړمبي مقامي چارواکی دی چې د یوې خاص چاپې په اړه يې بیان جاري کړی.

په ۲۰۱۷ براکا یوه حکمنامه لاس لیک کړه چې په کې د نوارک د سېنکچوري سېټي په حېث تصدیق وشو، یعني هغه ښار کې کډوالو ته پناه ورکوي. د ټرمپ په وړمبي حکومت کې هم براکا د مهاجرت په اړه هغه د ټرمپ د تګلارو سخت مخالف و.

د اندازې ترمخه په امریکا کې ۱۱ مېلین غېرقانوني غېر ملکیان دي او د دې شمېرې څخه ۴۴ فیصد کسان په سېنکوېچري ښارونو کې دي چې قوانین يې د وفاقي حکومت د امیګرېشن چارواکو سره مرسته محدوده ساتي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG