لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره د نورو 20 ملينه ډالرو مرستې اعلان کړي


په 31 اګست امریکې د پاکستان سره د 30 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی وو چې پاکستانۍ شپږ اعشاريه 65 اربه روپۍ ترې جوړيږي
په 31 اګست امریکې د پاکستان سره د 30 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی وو چې پاکستانۍ شپږ اعشاريه 65 اربه روپۍ ترې جوړيږي

د امریکې د نړيوالې پرمختيا ادارې [يو اېس اېډ] ويلي، امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د نورو 20 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی دی.
اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ويلي،
"امریکا چمتو ده چې په پاکستان کې د سېلاب ځپلو خلکو او کورنيو سره مرستې وکړي مونږه په مجموعي توګه د 53.1 ملينه ډالرو فنډونه د یو اېس اېډ د لارې ورکوو په دې کې 50.1 ملينه ډالره فوري د سېلاب امداد دی او درې ملينه ډالره د سیلابي اغېزو د کمولو دپاره دي".

يو اېس اېډ ويلي چې پرون په نهم ستمبر د شپې دغه اعلان کړی، ويلي يې د پاکستان سره د امريکې مرستې 50.1 ملينه ډالرو ته ورسېدې.

په 31 اګست امریکې د پاکستان سره د 30 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی وو چې پاکستانۍ شپږ اعشاريه 65 اربه روپۍ ترې جوړيږي.

امريکا ويلي په دغو مرستو کې خوراکي توکي، اوبه او د سرپناه څيزونه شامل وي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي وو، "پاکستان د سختو سېلابونو سره مخ دی او امریکا ورسره په دې سخت وخت کې ولاړه ده".

له دې وړاندې هم په 16م اګست امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د يو لک ډالرو په سمدستي توګه ورکولو اعلان کړی وو، ويل شوي وو دا مرستې د هغو يو ملين ډالرو نه جدا دي چې امریکې پاکستان ته د قدرتي افتونو په وخت د مرستو دپاره اعلان کړي د.

بل لور ته د امریکې سېنټکام ويلي امریکايي پوځ د يو اېس اېډ په مرسته په پاکستان کې د سېلاب د تباه کاريو نه د پاکستاني ولس د بېړنو مرستو دپاره هوايي امداد رسول پېل شوي دي.

امريکا د پاکستان سره دا مرستې په داسې حال کې کوي چې په پاکستان کې د 14 جون راهسې تراوسه پورې په بارانونو، سېلابونو او نورو پېښو کې 1396 کسان مړه او 12728 کسان ژوبل شوي دي.

پاکستان وايي د لکونو په شمېره کې کورونه او ودانۍ تباه شوي، په غټه کچه ولاړ فصلونه او سړکونه، پلونه د اوبو ښکار شوي او په غټه شمېره کې څاوري مړه شوي دي.

په عېن حال کې د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوټېریش چې د پاکستان په سفر دی ویلي يې پاکستان ته د سېلابونو له امله د اوښتي تاوان دپاره په غټه کچه امداد پکار دی.

پرون په اسلام اباد کې نوموړي ته په ملک کې د شوو بارانونو او سېلابونو په اړه احوال وړاندې کړی شوی او ویل شوي د پاکستان د 30 اربه ډالرو تاوان شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG