په امریکا کې د ووټونو په بکسونو یا رايو په صندوقونو باندې بریدونو وروسته په ریاستي او ځایي حکومتونو دباؤ زیات شوی دی.
د امریکا ریاستي او ځایي انتظامیې هیله لرله چې په ټول هېواد کې وختي رایه ورکولو 'ارلي ووټنګ' عمل په وخت او د راتلونکی اوونۍ د نهۍ په ورځ کېدونکي انتخاباتو کې به میلینونه خلک پولنګ سټیشن یا د رایه مرکزونو ته لاړ شي او دوی به د یو پرامنه او خوندي صدارتي انتخاباتو څارنه وکړي.
د امریکا د شمال لویدیځ ریاست واشنگټن ریاست چارواکو د ګل – دوشنبې په ورځ وي او اې ته تائید کړې چې ځایی پولیسو او د امریکا د تحقیقاتو مرکزی ادارې (FBI) په وینکوور ښار کې د ګل په سهار د رایه ورکولو په یوه بکس- صندوق کې د یوه مشکوکه اور اچولو آلې د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
چارواکو تائید کړې چې ځینې رایې زیانمنې شوې، خو څوک زخمي شوي نه دي.
د رایه ورکولو په اغیزمن شوو بیلټ باکس یا صندوق کې د رایې ورکوونکو لخوا د وخت نه مخکې 'ارلي ووټنګ' اچول شوي رایې موجودې وې.
د امریکا په ډېرو ریاستونو کې د نومبر په پنځمه کېدونکي د صدارتي انتخاباتو کې وختي ووټنګ یا د ټاکل شوي وخت نه مخکې رایې اچونه چې ورته 'ارلي ووټنګ' ویل کیږي روانې دي. په ځینو ښارونو کې د ډاک خانې په ذریعه د لېږل شوو رایو د سوځولو هڅې شوې دي.
په ځایي میډیا کې خپاره شوي ویډیوګانو کې د وینکوور په ښار کې د رایې ورکولو یوه صندوق ته نږدې د اور وژنې کارکوونکي موجود دي او په ځمکه ځینې کاغذونه پرته دي او د اور له کبله سوځول کیږي. په ممکنه توګه دا په بیلټ باکس کې موجود ووټونه دي.
د دغه پېښې نه نزدې نیم ساعت وړاندې د ګاونډي اورېګن ریاست په پورټلینډ ښار کې چارواکو وویل چې د اور وژنې وسیلې سره د رایې ورکولو یو صندوق په نخښه کولو هڅه شوې ده.
چارواکو وویل په دغه بیلټ باکس کې اور وژنې نظام موجود و نو ځکه په دغه باکس کې موجود دریو رایو یا ووټونو ته کوم نقصان نه دې رسیدلی.
د واشنګټن او اورېګن چارواکو د دغه پیښو غندنه کړې ده او ویلی یې دي چې په کوم بېلټ دغه ډول حمله د امریکا په جمهوریت حمله ده او په هیڅ صورت کې د قبلولو وړ نه دی.
Forum