لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانګرس اینټني بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پوښتنو ته ور بللی


د امریکې د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن ور بللی دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه شاهدي او پوښتنو ته جوابونه ورکړي.

د دغې کمېټې مشر مایکل مککال د اګست پر درېیمه ناوخته بلینکن ته یو خط لېږلی چې پکې یې ویلي باید هغه د ستمبر پر 19مه ددغې کمېټې د غړو په وړاندې حاضر شي، که نه نو د استازو اېوان ته د سپکاوي تور به پرې ولګول شي.

مککال په خط کې بلینکن ته لیکلي، "تاسې [له افغانستانه] د وتلو او انخلا لپاره د ډیپارټمنټ [بهرنیو چارو وزارت] د وروستي فیصله کوونکي په توګه کار کاوه".

د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر په خط کې زیاته کړې، درې کاله وروسته بلینکن "د دې وړ دی چې د کمیټې د ممکنه قانون سازۍ لپاره د پام وړ معلومات ورکړي چې مقصد یې [له افغانستانه] د وتلو د ناورین د غلطیو په مخنیوي کې مرسته او د [سټېټ] ډیپارټمنټ د قانون سازۍ د واک ممکنه اصلاحات کول دي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وویل، د بهرنیو اړیکو د کمېټې لخوا په ټاکل شوې نیټه بلینکن د رسایي وړ نه دی، خو د مک کال غوښتنې ته د غور لپاره یې د "مناسب متبادل" وړاندیز کړی دی.

میلر په یوه بیان کې ویلي، "دا د مایوسۍ خبره ده چې د بهرنیو چارو وزارت سره په ښه نیت د چارو د دوام پر ځای کمېټې [د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو کمیټې] یوه بله غیر ضروري د حاضرېدو غوښتنه کړې ده".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې بلینکن تر اوسه د افغانستان په اړه 14 ځله کانګرس ته شاهدي ورکړې او یواځې څلور ځله د اېوان د بهرنیو اړیکو کمیټې ته چې مشري یې مک کال کوي حاضر شوی دی.

هغه دا هم وویل د بهرنیو چارو وزارت دې کمېټې ته له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه څه دپاسه شل زره پاڼې اسناد او معلومات وړاندې کړي دي.

د میلر په وینا، په تېرو میاشتو کې کانګرس له افغانستانه د امریکا د وتلو په بهیر کې شامل یو شمېر امریکایي چارواکي د شاهدۍ لپاره بللي دي.

مککال د ستمبر پر درېیمه بلینکن ته په استولي لیک کې لیکلي، اوسني او پخوانیو امریکايي چارواکو تایید کړې چې اینټني بلینکن له افغانستانه د پوځ د وتلو د بهیر په تړاو په مسلو کې "وروستی پریکړه کوونکی" وو.

بلینکن ته د مککال په لیک کې لیکل شوي، "په دې خاطر تاسې په داسې حیثیت کې یاست چې د وتلو د ناورین لرونکو غلطیو د مخنیوي سره د مرستې لپاره د ممکنه قوانینو په اړه لکه د بهرنیو چارو وزارات د قانوني صلاحیت د اصلاح لپاره د کمیټې تحفظاتو ته ځواب ووایاست".

مککال له څو کلونو راهیسې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه څېړنه کوي او بلینکن یې په داسې حال کې د پوښتنو جوابونو ته ور بللی چې د نومبر د پینځمې تر صدارتي ټاکنو مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پېښې ډېرې متضاد شوې دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG