د امریکې د ترهګرۍ ضد ادارې یو اعلی چارواکي خبرداری ورکړی دی چې د نړیوالو جهادي ډلو خطر په څرګنده توګه پراخ شوی دی او اعتراف یې وکړ چې د دغو ډلو خلاف د مبارزې لپاره وسایل کم شوي دي.
د صدر ډانلډ ټرمپ نایب مرستیال او د ترهګرۍ ضد ادارې لوړپوړی مشر سباستین ګورکا د فروري په 11مه په سرښار واشنګټن کې د امریکې د بهرنۍ پالیسۍ د شورا غونډې ته وویل چې د ترهګرو ډلو د خطر په اړه د ده د اوسنۍ ارزونې بنیاد پینځو سببونه دي. هغه وویل:
"لومړی، جهادي ډلې په جغرافیایي توګه تر پخوا ډیرې سره خپرې شوې دي، شبکې یې تر ساحل، مرکزي او ختیځې افریقې، منځني ختیځ او مرکزي اېشیا پورې غزېدلي دي."
ښاغلي ګورکا د دې یو مثال وړاندې کړ او ویې ویل، "د لوېدیځې افریقې هیوادونه لکه بېنین او ټوګو، چې یو وخت ډېر لږ له جهادي خطر سره مخ وو، اوس په خپله خاوره او نورو سیمو کې جهادي سني فعالین ویني، چې د دوی ملي واکمني متاثره کوي."
په بېنین او توګو دواړه هېوادونو کې د القاعدې ترهګرې ډلې د بریدونو رپوټونه ورکول کېږي او دا د تشدد د پېښو زیاتوالی دی چې وسلوال یې په نایجر، مالي او بورکینا فاسو هېوادونو کې ترسره کوي.
ښاغلي ګورکا وویل وسلوالې ډلې په زیاتېدونکې توګه د خپلو فعالیتونو وړتیا لري او د خپلو وژونکو بریدونو د ترسره کولو لپاره د ټیکنالوجۍ له نويو ډولونو کار اخلي.
ګورکا وویل، دریم سبب یې دا دی چې وسلوال تنظیمونه تر زیاتې اندازې پورې موافقت یا جوړجاړی کوونکي پاته شوي دي".
هغه د خبریالانو پوښتنه ته په جواب کې وویل، "که تاسو د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د کوډ شويو [پټو] اېپونو کارولو ته وګورئ، نو دا [د جهادي ډلو] کسان د نوي تکنیکي چاپیریال سره عادت شوي دي".
د تېر کال په صدارتي ټاکنو کې د ټرمپ د کمپېن په مهمو ژمنو کې یوه دا وه چې د امریکې پر پوله امنیت ټینګ کړي او هغه کډوال بیرته وباسي چې د اوسېدو قانوني حیثیت نه لري. ټرمپ له واکمنېدو سره پر پوله د بیړني حالت اعلانولو صدارتي فرمان لاسلیک کړ.
ګورکا وایي د پولې کمزورۍ وسلوالو ته ګټه رسوي، د ده په وینا، "څلورم، نړیوال جهادي اداکاران تیار دي دي چې د نړیوال امنیت له کمزوریو ګټه واخلي، په ځانګړې توګه دا حقیقت چې څلور کاله موږ هیڅ سویلي پوله نه لرو."
مخکیني صدر جو بایډن د 2024م کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپېن په مهال د کډوالو په اړه د خپلو پالیسیو دفاع وکړه او په ریپبلکنو یې تور پورې کړی چې د کډوالۍ له دوه ګوندیز قانونه په شا شوي دي. بایډن وویل ټرمپ ددې قانون په ختمولو کې ښکېل وو.
سباستین ګورکا وویل په منځني ختیځ کې د حزب الله او حماس په ګډون وسلوالې ډلې چې امریکې، برتانیې او نورو لویدیځو هیوادونو د ترهګرو ډلو په توګه نومولې دي، ډېرې زیاتې څنډې ته شوې دي.
ګورکا وویل، په منځني ختیځ کې خصوصاً په غزه او لبنان کې د جګړو "په نتیجه کې د حزب الله او حماس په څېر ډلې په بنیادي ډول کمزورې شوې دي".
د امریکې د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکي د فرورۍ په لومړۍ نېټه د هغو هوایي بریدونو په اړه نور تفصیلات هم ورکړل چې امریکایي ځواکونو د سومالیا په شمال ختیځه سیمه پنټلېنډ کې د اسلامي دولت ډلې وسلوال په نخښه کړل.
په دې اوونۍ کې بیا په هماغه پنټلینډ کې سومالیا ځواکونو د وسلوالو په ضد د بریالیو عملیاتو رپوټ ورکړ. د فرورۍ د 11مې په لومړیو ساعتونو کې د پونټلینډ ځواکونو د وسلوالو د یوه پېچلې حمله پر شا وتمبوله چې په نتیجه کې و ګڼ شمېر کسان ووژل شول.
Forum