لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که امریکا دیوالیه شوه نو اقتصادي تباهي به رامینځته شي


د خزانې وزارت ویلي حکومت د پاره د قرض بیرته ادا کولو اهلیت نه لرل یا دیوالیه کیدل به غیر معمولي خبره وي چې د اقتصاد په مد کې تباهي راوستلی شي. وزارت په ممکنه توگه د راپیښېدونکې صورتحال خاکه څه داسې بیان کړه: مالیاتي ادارو لخوا د قرضو ورکولو عمل به د جمود ښکار شي، د ډالر قیمت به ووغورځیږي، امریکا کې د سود شرح به زیاته شي او ددې منفي اثرات به ټولې دنیا ته ورسیږي او د کال ٢٠٠٨ په رنگ او یا ددې نه هم بد ترینه اقتصادي بدحالي به رامېنځته شي
د خزانې وزارت ویلي حکومت د پاره د قرض بیرته ادا کولو اهلیت نه لرل یا دیوالیه کیدل به غیر معمولي خبره وي چې د اقتصاد په مد کې تباهي راوستلی شي. وزارت په ممکنه توگه د راپیښېدونکې صورتحال خاکه څه داسې بیان کړه: مالیاتي ادارو لخوا د قرضو ورکولو عمل به د جمود ښکار شي، د ډالر قیمت به ووغورځیږي، امریکا کې د سود شرح به زیاته شي او ددې منفي اثرات به ټولې دنیا ته ورسیږي او د کال ٢٠٠٨ په رنگ او یا ددې نه هم بد ترینه اقتصادي بدحالي به رامېنځته شي
د امریکا د خزانې وزارت ویلي که چرې د هیواد د قرض اخستلو حد زیات نه کړی شو نو واشنگټن به دیوالیه شي، د اخستل شوي قرضې به نشې بیرته ورکولی او هیواد کې دننه او دنیا کې به سخته اقتصادي بدحالي رامېنځته شي.
د خزانې وزارت خبرداری په داسې مهال کړی چې د امریکې حکومت د شپاړس اشاریه اووه کرب ډالرو د قرض اخستلو حد ته نزدې شوی دی. د زیارت په ورځ د خزانې وزارت د هغه ممکنه صورتحال خاکه وړاندې کړه چې وزارت تباه کن گرځولی دی.
وزارت وايي که چرې د حکومت د نور قرض اخستلو حد زیات نه کړی شو نو حکومت به د خپلو بلونه ادا کولو او په خارجي کچه اخستل شوي قرض بیره ادا ورکولو جوگه پاتې نشي.
د خزانې وزارت ویلي حکومت د پاره د قرض بیرته ادا کولو اهلیت نه لرل یا دیوالیه کیدل به غیر معمولي خبره وي چې د اقتصاد په مد کې تباهي راوستلی شي. وزارت په ممکنه توگه د راپیښېدونکې صورتحال خاکه څه داسې بیان کړه: مالیاتي ادارو لخوا د قرضو ورکولو عمل به د جمود ښکار شي، د ډالر قیمت به ووغورځیږي، امریکا کې د سود شرح به زیاته شي او ددې منفي اثرات به ټولې دنیا ته ورسیږي او د کال ٢٠٠٨ په رنگ او یا ددې نه هم بد ترینه اقتصادي بدحالي به رامېنځته شي.
د خزانې وزارت بیان په داسې وخت راغلی چې د امریکې حکومتي نظام په دریمه ورځ هم د بجټ په مسله کانگرس کې د اختلافاتو په وجه په ټپه ولاړ دی.
صدر براک اوباما په کانگرس غږ کړی چې د په ولسم اکتوبر د قرضې حد ته د رسیدو وړاندې دې اقدامات واخلي.
براک اوباما وايي "تاسو ته معلومه ده چې امریکا د دنیا اقتصادي مرکز دی. نو که مونږ څه غلطي کوو نو ټوله دنیا ترې متاثر کیږي، ټولې دنیا ته ترې مسلي پیدا کیږي نو ځکه هم هیچ چا زمونږ د بلونه ادا کولو انکار نه دی کړی. دا به د غیر ذمه دارۍ انتها وي."
صدر براک اوباما او د نمائندگانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټوز د ریپبلیکن پارټۍ سپیکر جان بینر د حکومت د اخراتو په ترجیحیاتو باندې د یو سره تر اوسه بې ثمره مزاکراتو کې ښکیل دي. بینر د ریپبلیکن پارټۍ خپلو ملگرو ته ویلي حکومت د قرض نه ورکولو صلاحیت لمنځه وړلو د پاره به هر ممکن اقدام اخلي.
امریکا او ډنمارک د دنیا دوه داسې واحد هیوادونه دې چې د حکومت د قرض اخستلو د پاره يي حد ټاکلی دی. خو د نورو هیوادونو حکومتونه د خپل نظام چلولو د پاره د څه بغیر قرضې اخستلی شي.
د امریکې حکومت خپل اخراجا کمولو کې تر دا وخت د ناکامۍ سره مخ دی، دا خبره د مشیگن یونیورسټۍ د اقتصادیاتو استاز ایرک گورډن کوي.
"امریکا په خپل ځان ضبط نشې کولی او لکه په نشه کې د مست جهازران په رنگ پېسې مصروفه کۍ نو ځکه کانگرس کوشش وکو چې خپل ځان د څه نظم و ضبط لاندې راولې چې ځه پېسې تر د څه حد پورې مصروفولی شي."
په تیرو سلو کالو کې د قرض اخستلو حد د ١٠٠ نه زیات ځله زیات کړی شوی دی او ځېنې وختونو کې خو د حزب اختلاف د هغه وخت په صدر د بې دریغه پیسو لگولو الزام هم لگولی دی.
صدر براک اوباما ویلي هغه غواړي چې کانگرس دې د قرض اخستلو حد زیات کړې حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ سره به د حکومت د اخراجاتو او د ټیکسونو په پالیسۍ سوده مذاکرات نه کوي. خو ددې دریز برعکس، کله چې د ریپبلیکن پارټۍ جارج بش صدر وو او براک ا وباما د ډیموکریټک پارټۍ سنیټر وو نو په هغه وخت يي حکومت د پاره د قرض حد زیاتو په مخالفت کې يي ووټ اچولی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG