د امریکې ترڅنک جاپان او اسټرېلیا هم د اوکراین په اړه د روس د ګامونو په سر د مسکو په ضد اقتصادي بندیزونه اعلان کړل.
د دې نه وړاندې اروپايي اتحاد یا يورپین یونین، کېنېډې، برطانيي او جرمني هم د روس په ضد اقتصادي پابندۍ اعلان کړې دي.
د روس خلاف د بندیزونو اعلانولو په اړه د اسټرېلیا لومړي وزیر سکاټ مارېسن خبریالانو ته وویل هېواد به د خپلو اتحادیانو ترڅنګ د روسيي په ضد ودرېږي.
مارېسن وویل د روسيي په ضد د بندیزونو لومړۍ برخه اعلان کړی شوي ده او اسټرېلیا به نور ګامونه هم پورته کوي.
د امریکې صدر جوبايډن په يوکرېن کې د روس کاروايانو ته د حملې پېل ويلي او د روس د بېنکونو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو پرضد يې د سختو مالي بندېزونو امر کړی دی.
د نهې/ سه شنبې په ورځ د امریکا د دغه پرېکړې وروسته د روس او لويدیځ ترمنځ تاو تريخوالی نور سېوا شوی او ويل شوي د روس د پارلیمان غړو صدر ولاديمير پيوټن ته واک ورکړی چې د خپل ملک نه بهر پوځي قوت کارولی شي.
د امریکې صدر جوبايډن د روس صدر ولاديمیر پيوټن د نړيوالو قوانينو سرغړونکی بللی او ویلي يې دي په يوکرېن د روس د حملې پېل شوی دی.
بايډن ژمنه کړې که پيوټن نور مخکې ځي نو نور سخت بندېزونه به پرې لګولی شي.
د امریکې صدر دغه ګام د يورپي يونين د 27 مشرانو د تاييد سره پورته کړی دی چا چې د نهې په ورځ د روس د چارواکو په اړوند په لومړنیو بندېزونو اتفاق کړی وو.
جرمني هم اعلان کړی دی د روس سره د (نارډسټريم) ګېس پايپ باندې کار ودروي، دغه پروژه چې د روس سره دپاره ډېره ګټوره وه، روس ورته د ډېرې مودې نه کتل. امریکا په دغه پروسه نيوکې کولې.
د امریکا صدر ویلي، د يوکرېن په اړه د پيوټن ژمنې دوی په دوکه کې نه شي ساتلی.
بايډن ويلي د روس ګاونډي هېوادونو اېسټونيا، ليتهونيا او ليټويا ته نور امریکايي پوځ ليږي، کوم چې به د روس د پولې سره د نېټو په ځواکونو کې شامل شي.
د اېسټونيا وزيراعظم او د ليټويا او لتهونيا صدرانو د جمعې په ورځ د امریکا مرستيالې صدرې کاملا هېرس ته نېغ په نېغه خواست کړی وو چې امریکا دې په دغو بالټک رياستونو کې خپل موجودګي سېوا کړي.
صدر بايډن ویلي، امریکا د روس په دوه مالياتي ادارو بشپړ بندېزونه لګوي او د روس دپاره په قرضونو هم کوټلې بندېزونه لګوي.
نوموړي ويلي د دغو بندېزونو مطلب دا دی چې دوی روس د لويدیځ د مالياتي ادارو سره قطع کړو، او د دغو بندېزونو سره به روس د لويديځ نه پېسې نه شي ترلاسه کولی او د يورپي مارکيټونو نه به په نوو قرضونو تجارت نه شي کولی.
امریکا په روس دغه بندېزونه په داسې حال کې لګولي چې د روس پوځ د ختيځ يوکرېن د ياغيانو د ولقې لاندې دوه علاقو ته ننوتی دی او روس دغه علاقې د خپلواکه سيمو په توګه منلي دي.
ويل شوي تراوسه دا په ډاګه نه ده چې روس په دغو علاقو کې څومره پوځ په ځای کړی دی. يوکرېن او د لويديځ اتحاديان یط د اوږدې مودې نه وايي چې روس په دغه علاقه کې جګړه کوي، خو ماسکو تل دغه دعوې رد کړي دي.
له دغې وړاندې د روس پارلیمان صدر پيوټن ته واک ورکړی وو چې د ملک نه بهر پوځي قوت کارولی شي او د هغې وروسته پيوټن د يوکرېن د ياغيانو علاقې ته د خپل پوځ لېږلو واک ترلاسه کړی دی.
د راپورونو ترمخه په دغه علاقه کې د اته و کالو نه په روانه شخړه کې تراوسه پورې د 14زره پورې کسان وژل شوي دي.
بل لور ته د يوکرېن پرضد د روسي اقدام په نړيواله کچه غندنه شوې ده.