لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په غربي غاړه د یهودي ودانیو په اړه خپله پالیسي بدله کړه


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميې د اسرایل په اړه د تیرو ۴۰ کالو راهسې هغه امریکايي پالیسي پریښوده چې ترمخه يې په غربي غاړه د یهودیانو ودانۍ جوړول ٫٫ د نړیوال قانون پرضد ٬٬ بلل شوې وه.

د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو د ګل په ورځ اعلان کړی چې دغه پخوانۍ پالیسۍ ٫٫د سولې احداف نه دي ترلاسه کړي.٬٬

ښاغلي پمپیو ویلي: ٫٫ سخت حقیقت دا دی چې د دغې لانجې به هیڅ کله هم قانوني حل مخې ته را نه شي، او دا بحث چې د نړیوال قانون په اساس څوک په سمه او څوک په خطا دي، به کله هم سوله را نه وړي.٬٬

ماېک پمپیو ویلي چې امریکا د ۴۰ کالو راهسې روانې پالیسۍ پرېښودو مطلب دا نه دی چې امریکا دا وخت د غربي غاړې په اړه خپل ذهن جوړوي. نوموړي زیاته کړې چې دغه فیصله به د سولې په اخیرۍ لوظنامه کې کیږي.

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو څوک چې روان کال په دویم ځل په حکومت جوړولو کې د ناکامۍ سره مخ دی د امریکايي اعلان هرکلی کړی. بنجمن نېتن یاهو ویلي چې د صدر ټرمپ انتظامیه د ریشتیاو او انصاف په مرسته کولو یوه ٫٫تاریخي خطا٬٬ سموي.

د اسرایل وزیراعظم د ماېک پمپیو د اعلان وروسته په ټوېټر لیکلي: ٫٫ د اسرایل قانوني نظام د دې اهلیت لري چې د دغه سیمو د قانوني حیثیت په اړه سمې فیصلې وکړي. د دغه شان لانجو د حل تر ټولو غوره ځاې دی.٬٬ نوموړي په خپل ټوېټ کې وړاندې لیکلي چې اسرایلیان د فلسطینانو سره د سولې خبرو اترو ته ٫٫ تیار او خوشحاله٬٬ دی.

فلسطیني چارواکو بیا د امریکا دغه ګام ٫٫ نامناسبه چلن٬٬ بللی چې د ٫٫ نړیوال قانون پرضد٬٬ دی. د فلسطین صدر محمود عباس یو ویاند ویلي چې امریکا ٫٫ د سولې پروسې په راتلونکې کې د خپل رول باور د لاسه ورکړی.٬٬

په کال ۱۹۷۸م کې د امریکا د هغه وخت صدر جمي کارټر په مشرۍ کې د امریکا خارجه وزارت د فلسطینانو په هغه مزکو یهودي ابادیانې جوړول ٫٫ د نړیوالو قانونو پرضد٬٬ ګرځولی وو کوم چې فلسطینیان د خپل راتلونکي وطن برخه ګرځول غواړي.

د جمي کارټر وروسته د امریکا بل صدر رونلډ رېګن په دغه مزکو د نورو یهودي ابادیانو جوړولو د بندیز غږ کړی وو او زیاته کړې يې وه چې دغه ابادیانې د سولې په لار کې یو لوې خنډ دی. خو رېګن دغه ابادیانو ته غیرقانوني ویلو نه انکار کړی وو.

د امریکا نورو ولسمشرانو هم د یهودیانو دغه ابادۍ د سولې په لار کې خنډ ګرځولی وو او د دغې په جوړولو د بندیز مرسته يې کوله. خو د امریکا پخواني صدر باراک اوباما بیا په غربي غاړه کې دغه ودانۍ جوړول ٫٫ غیرقانونه٬٬ ګرځولي وو.

د ماېک پمپیو د نني اعلان لږې شېبې وروسته په یروشلم کې د امریکا سفارت په فلسطین او اسرایل کې امریکایانو لپاره د امنیت خبرداری یا سیکورټي الرټ هم جاري کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG