لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان په وضعيت دامريکا انديښنه


د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهر او د هغې امریکنۍ هم منصب هیلري کلنټن
د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهر او د هغې امریکنۍ هم منصب هیلري کلنټن
په جنيوا کې امريکائي استازي دملگرو ملتونو دبشري حقونودکونسل په جائزه غونډه کې پاکستان کې دبشري حقونو په صورتحال دبحث په مهال خپله وينا کې دپاکستان په ناقراره صوبه بلوچستان کې داړي گړي دمخ په خرابيدونکي وضعيت دانديښنې څرگندونه کړې ده.
امريکائي استازي غوښتنه کړې چې بلوچستان کې دې دبيلتون خوښو په زوره دخاموشه کولو کارروائي اودرول شي او په ملي کچه تشدد، داولسي وگړو په جبري ډول دتښتولو او دعدالت څخه پشي شا وژنو کې دککړو کسانو محاسبه دې وکړل شي.
هغه تور لگولى چې دغه صوبه کې امنيتي ځواکونه دووژنئ اووغورځوئ دتگلارې لاندې داولسي وگړو دحقونو پلويان، بلوڅ کارکوونکي، دهغوي کورنۍ، خبريالان ، سياسي کارکوونکي او دطالب علمانو مشران په نخښه کوي.
هغه داحمديانو او عيسويانو ترڅنگ په شيعه مسلمانانو مخ په زياتيدونکو بريدونو هم دانديښنې څرگندونه کړې.
له دې وړاندې دغه غونډې ته پخپله وينا کې دپاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر پاکستان کې دتندلارو په ضد دډرون بريدونو په تگلاره نيوکه وکړه او وې وئيل چې ددغسې بريدونو له امله دترهه گرۍ په ضد عمومي ملاتړ ترلاسه کولو کې حکومت دناکامۍ سره مخ کيږي.
هغې وويل پاکستان کې عدليه او ميډيا په مکمله توگه ازاده ده.
حنا رباني کهر وويل دترهه گرۍ په ضد گامونو کې دبين المللي قوانينو سرلوړي باوري کولى شي.
دهغه وينا وه موجوده حکومت چېدښځو دحقونو په اړه څومره قانون سازي کړې دهغې مثال دهيواد په تير 65 کلن تاريخ کې نۀ شي موندل کيدى.
هغې وويل دترهه گرۍ او تندلاريتوب دخاتمې په اړه دپاکستان اراده مضبوطه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG