لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان دامريکائي پابندو خطره


د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمانه وکټوریه نولینډ
د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمانه وکټوریه نولینډ
امريکا په پاک ايران گيس پائپ لا ئن منصوبه دخپلو تحفظاتو څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې که چرې په دغه منصوبه په حقيقت کې کار وړاندې لاړ شي نو پاکستان دپابندو سره مخ کيدى شي.
دگل په ورځ دپاکستان صدر ددغه منصوبې دباقاعده پرانستې لپاره ايران ته تللى ؤ اؤ دغلته يې دايراني صدر محمود احمدي نژاد سره په شريکه دپاک ايران پائپ لا ئن منصوبې پيل کړى دى.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال ددغه منصوبې دپرانستې وروستو ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل دپابندو انديښنې کميدلى نۀ شي اؤ څنگه چې مو وړاندې وئيلي وؤ که چرې په غه منصوبه په حقيقت کې کار مخ په وړاندې لاړ شي نو په دغه صورت کې په ايران دامريکا له لوري دلگيدلو پابندو دايکټ لاندې قدغنونه لگيدلى شي اؤ په دې اړه امريکا پاکستان دخپلو انديښنو څخه خبر کړى دى.
هغې وويل مونږ په تيرو وختونو کې هم گڼ ځله اوريدلي چې ددغه منصوبې اعلان شوى ، ځکه مونږ ته به کتل وي چې په حقيقت کې څه کيږي.
هغې وويل که چرې منصوبه مخ په وړاندې ځي نو مونږ انديښنه لرو چې پابندۍ لگيدلى شي.
دهغې وينا وه امريکا پاکستان سره دانرژۍ په څانگه کې په گډه کار کوي اؤ که چرې دگيس پا ئپ لائن منصوبه په حقيقت کې مخ په وړاندې ځي ، نو دا به پاکستان وران لوري ته ورولي.
دهغې وينا وه چې امريکا په پاکستان کې داوږدمهاله انرژۍ دپروژو ملاتړ کوي اؤ ددې سره به دسږ کال تراخره پاور گريډ کې 900 ميگاواټه بجلي سيوا شي.
دپاکستان صدر اصف لعي زرداري وائي چې دايران پاکستان گيس لا ئن سره به دترهه گرۍ په خاتمه اؤ سيمه کې دخوشحالۍ راتللو کې مدد وشي.
زرداري دغه ايونټ نۀ يواځې ددواړو هيوادونو بلکې دټولې سيمې لپاره يوه تاريخي شيبه وگرځوله اؤ وې وئيل چې په نړۍ کې زياترو هاغو هيوادونو ترقي کړې چې پخپلو سيمو کې يو بل سره تجارت کړى.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG