لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر براک اوباما د دویم دور د شورو کیدو دستوره


منتظمین وايي ٨٠٠٠٠٠ خلک به نیشنل مال کې صدارتي دستوره کتلو د پاره راجمع کیږي. نیشنل مال د کانگرس ودانۍ مخامخ هاغه پراخه میدان دی چې د امریکې تاریخ، جنگونو او اتلانو یادگارونه پکې هم موجود دي
منتظمین وايي ٨٠٠٠٠٠ خلک به نیشنل مال کې صدارتي دستوره کتلو د پاره راجمع کیږي. نیشنل مال د کانگرس ودانۍ مخامخ هاغه پراخه میدان دی چې د امریکې تاریخ، جنگونو او اتلانو یادگارونه پکې هم موجود دي
د امریکې سرښار واشنگټن کې د کانگرس ودانۍ مخته دستوره کې به صدر براک اوباما د خپلې چوکۍ بیا سوگند پورته کوي او د خپل صدارت دویم دور پرانستلو په لړ کې به وینا کوي او نورو مراسمو کې به شرکت کوي.
د صدر د سوگند پورته کولو دستوره کتلو د پاره د گل په ورځ سحر وختي په سخته یخنۍ کې په زرگونو خلک د کانگرس ودانۍ سره نزدې لارو کوڅو کې جمع شوې وو.
منتظمین وايي ٨٠٠٠٠٠ خلک به نیشنل مال کې صدارتي دستوره کتلو د پاره راجمع کیږي. نیشنل مال د کانگرس ودانۍ مخامخ هاغه پراخه میدان دی چې د امریکې تاریخ، جنگونو او اتلانو یادگارونه پکې هم موجود دي.
کال ٢٠٠٩ کې د براک اوباما د وړمبي دور سوگند پورته کولو دستورې په موقع شا او خوا ٢٠ لکه خلک نیشنل مال کې موجود وو.
براک اوباما د امریکې وړمبی افریقائي امریکنی یا تورپوستکی کس دې چې د هیواد صدر منتخب کړی شوی دی.
د گل په ورځ د سوگند پورته کولو په عامه دستوره کې به براک اوباما په دواؤ بائبلو لاس ایږدي چې یو پکې ١٩ مه صدۍ کې د امریکې پخواني صدر ابراهم لنکن د استعمال د لاندې وو او دویم هاغه بائیل چې د افریقائي امریکنیانو د حقوقو مشر مارټر لودر کنگ جونئیر په استعمال کې وو. مارټر لودر کنگ کال ١٩٦٨ کې وژل شوی وو.
د گل په ورځ د مارټر لودر کنگ د ځگیدنې ورځ د پاد په توگه امریکې کې په قامي کچه د رخصتۍ ورځ ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG