لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سېنېټ د خزانې د نوي وزیر تقرري منظوره کړه


دوه شپېته کلن بېسنټ ارب پتي سرمایه دار دی او د ټرمپ په نوي حکومت کې به هغه په ټېکسونو کې د کمي، په حکومتي اخراجاتو او د امریکې د اتحادیانو او حریفانو سره په اقتصادي تعلقاتو کې اهم کردار لري
دوه شپېته کلن بېسنټ ارب پتي سرمایه دار دی او د ټرمپ په نوي حکومت کې به هغه په ټېکسونو کې د کمي، په حکومتي اخراجاتو او د امریکې د اتحادیانو او حریفانو سره په اقتصادي تعلقاتو کې اهم کردار لري

د امریکې سېنېټ د ګل، دوشنبې، په ورځ د سکاټ بېسنټ تقرري منظوره کړه چې صدر ډانلډ ټرمپ د خزانې وزارت دپاره نامزد کړی و.

په سېنېټ کې د بېسنټ تقرري د ۲۹ په مقابل کې په ۶۸ ووټونو منظوره شوه.

د امریکې د خزانې ۷۹ وزیر په حېث به بېسنټ د ټېکس یا د مالیي د راټولېدو سرپرستي کوي او په مالیاتي تګلاره، مالیاتی ضوابطو، په نړیواله کچه په اقتصادي بندیزونو او په سمندر پورې سرمایه کارۍ به واک اختیار هم لري.

دوه شپېته کلن بېسنټ ارب پتي سرمایه دار دی او د ټرمپ په نوي حکومت کې به هغه په ټېکسونو کې د کمي، په حکومتي اخراجاتو او د امریکې د اتحادیانو او حریفانو سره په اقتصادي تعلقاتو کې اهم کردار لري.

په سېنټ کې د هغه د تقررۍ په اړه اورونې ته بېسنټ وویل پکار ده چې د څلور ټرېلین ډآلرو مالیت د ټېکس د مراعاتو نېټه وغځول شي. دا نېټه د سږ کال په اخېره کې ختمېږي. هغه وویل دا مراعات ونه غځول شوو نو د منځني امدن په امریکایانو په تباه کن اثرات ولري.

ټرمپ خبرداری کړی چې د چین په شمول به د ځینو ملکونو څخه امریکې ته په درامداتو به د ټېکس شرح زیاته کړي.

بېسنټ هم د سېنېټ په اورونه کې د دغه ګام حمایت وکړو او ويې وېل ټېرېف یا په درامداتو ټېکس زیاتولو په نتیجه کې به د تجارت د غېرمنصفانه لارو چارو مخه ونیول شي، د حکومت په امدن کې به اضافه وشي او په نړیواله کچه په

مذاکراتو کې به د امریکې پوزيش مضبوط شي.

هغه د دې خبرې مخالفت وکړو چې د ټرمپ تګلارې به په افراظ زر کې اضافه وکړي او ويې وېل د تېلو پېدوار د زیاتېدو په نتیجه کې به په ملک کې ارزاني راشي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG