لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي سینیټ د دفاع د وزیر په توګه د پيټ هیګزیت د نوم منظوري ورکړه


د امریکې سینیټ د هیواد د دفاع د وزیر په توګه د پيټ هیګزیت د نوم منظوري ورکړې ده.

د جمعې په شپه د امریکا په 100 کسیز سینیټ کې د پيټ هیګزیت د توثیق لپاره رایې ورکړل شوي چې پکې د سینیټ نیمایي 50 غړو د هغه په ملاتړ اؤ 50 نورو یې بیا په مخالفت کې خپلې رایې ورکړې.

د دفاع د نومول شوي وزیر د توثیق لپاره کارول شوې رایې چې کله یو برابر شوې نو بیا نایب صدر جی ډي وینس خپله فېصله ییزه رایې وکاروله.

د امریکایي حکوومت په نظام کې نایب صدر د سینیټ صدر وي اؤ کله چې د سینیټ غړي په یوه معامله یو برابر رایې ورکړي نو په هغه صورت کې بیا نایب صدر خپله فیصله ییزه رایې کاروي.

د امریکې په تاریخ کې دا دویم دی چې نایب صدر د چا د نامزدګۍ په معامله خپله رایې وکاروله.

د جی ډي وینس له رایې وروستو سینیټ د 50 رایو په مقابله کې په 51 رایو د دفاع د وزیر په توګه د پيټ هیګزیت د نوم منظوري ورکړه.

هیګزبت تر دې وړاندې د امریکا نشریاتي اداره فاکس نیوز کې د ټي وي د نظاق یا کوربه په توګه کار کړی دی اؤ هغه د یو شمیر کتابونو مصنف هم دی.

نوموړي په عراق، افغانستان اؤ ګوانتانامو بی کې په ارمي نیشنل ګارډ کې د افسر په توګه هم ذمه وارۍ ترسره کړې دي.

سینیټ تر دې څلور ورځې وړاندې د خارجه وزیر په توګه د مارکو روبیو د نوم منظوري ورکړې وه. هغه د ټرمپ د کابینې وړومبی غړی ؤ چې سیینټ یې د خارجه وزیر په توګه نوم منظور کړی ؤ .

د مارکو روبیو په ملاتړ د سینیټ 99غړو خپلې رایې ورکړې .

تر هغه وروسته جان ریټکلف د ټرمپ د کابینې دویم غړی ؤ چې سیینیټ یې د سي آي اې د مشر په توګه د نوم منظوري ورکړې ده.

د زیارت په ورځ د سینیټ 74غړو د هغه په ملاتړ اؤ 25 یې په مخالفت کې رایې ورکړې وې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG