لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د واشنګټن ځینې اوسېدونکي وايي کرونا وایرس یې د ژوند انداز بدل کړو


د وي او ای د انګریزۍ څانګې د ټېلې وژن په رپورټ کې وايي نن سبا په واشنګټن کې زیاتره رېسټورانټونه خالي وي، هم دغه ډول په ښار کې موجودې عجایبخانې جې په عامه توګه پکې د کتونکو ګڼه ګوڼه وي ویجاړې پرتې دي او سېنماګانې هم خالي دي
د وي او ای د انګریزۍ څانګې د ټېلې وژن په رپورټ کې وايي نن سبا په واشنګټن کې زیاتره رېسټورانټونه خالي وي، هم دغه ډول په ښار کې موجودې عجایبخانې جې په عامه توګه پکې د کتونکو ګڼه ګوڼه وي ویجاړې پرتې دي او سېنماګانې هم خالي دي

په داسې حال کې چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر امریکایان په کور د پاتېکېدو کوښښ کوي، د سرښار واشنګټن ځیني اوسېدونکي وايي کرونا وایرس د دوی ژوند انداز بدل کړی دی او کوښښ کوي چې په دې ویرونکو حالاتو کې ژوند په ښه ډول تېر کړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د ټېلې وژن په رپورټ کې وايي نن سبا په واشنګټن کې زیاتره رېسټورانټونه خالي وي، هم دغه ډول په ښار کې موجودې عجایبخانې جې په عامه توګه پکې د کتونکو ګڼه ګوڼه وي ویجاړې پرتې دي او سېنماګانې هم خالي دي.

د واشنګن اوسېدونکي د راتلونکي ډیر وخت دپاره د کور دننه پاتکېدو دپاره تیاری کوي.

ډېبره رفېن د کریانې په یو دوکان کې سودا اخلي وايي یوازې په دومره مقدار کې د خپل ضرورت شیان اخلي چې نورو خلکو ته هم څه نه څه پاتې شي. د ډېبره برعکس په نورو یو شمیر لویو دوکانونو کې د بنیادي ضرورت شیان یا خو نشته او یا کم دي ځکه چې ډیرو خلکو د سامان ذخیره کولو دپاره هم سامانونه اخیستي دي.

ډېبره وايي کوښښ به کوي چې په دې حالاتو کې هم ښه وخت تېر کړي.

ډنیس روبېچاو وايي د خپل ضرورت دپاره یې سامان ‌ذخیره کړی دی او که چېرې ناروغه شو تر ۱۴ ورځو پورې په دغه شیانو وخت تېرولی شي.

هېنري او جېسن کرونک وايي د دوی دپاره شراب ذخیره کول ضروري دي وايي که چېر قرنطین شول نو بیا به د شرابو اخیستلو دپاره نشي راوتلی. دوی وايي اورېدلي یې دي چې د پنسلوېنیا ریاست حکومت د شرابو دوکانونه بند کړي دي نو ځکه هم دوي شراب اخلي داسې نه وي چې په واشنګټن کې هم دوکانونه وتړل شي.

دوکاندار ملکیت سنګ وايي په نژدې ورځو کې یې کاروبار ښه شوی دی. هغه خلک د کورونو نه کاروي او د ساعت تیري دپاره د معمول نه زیات شراب اخلي.

هان هووګ د خپل زوي سره بال کوي، وايي ټوله ورځ یې د کور دننه تېره کړې ده نو ځکه پارک کې وخت تېرولو دپاره راوتلي دي.

ځینې خلک د خپلو سپو او پېشوګانو سره د وخت نه وخت اخلي او ځینو خلکو د عیسايي مذهبي دستورې اېسټر دپاره په تیاریو کې ځانونه مصروف کړي دي.

صوفیا پانچل وايي د سکول د رخصتیو نه خوند اخلي، ټوله ورځ په کوڅه کې د ملګرو سره سایکل چلوي او د اېسټر دپاره یې کېکونه تیار کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG