لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې پینځوؤ کالو کې په ښځو، ماشومانو اؤ نرښځیانو د شوي تشدد تر 12 زرو زیاتې مقدمې درج شوي


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا د پولیسو شمیرې ښیي چې په تېرو پینځوؤ کالو کې په پښتونخوا صوبه کې په ښځو،ماشومانو اؤ نرښځيانو د تشدد کچه په بره تللې ده اؤ په دې پينځوؤ کالو کې په پښتونخوا کې په ښځو، ماشومانو اؤ نرښځيانو د تشدد 12 زره اؤ 164 پېښې مخې ته راغلي دي.

د بشري حقونو فعالان اؤ نرښځيان بیا په ښځو،ماشومانو اؤ نرښځیانو د تشدد د شوؤ پېښو اصل شمیره د پولیس لخوا د ښودل شوؤ شمیرو ډیره لوړه ګڼي اؤ وایي د تشدد دې پېښو کې ککړ زیاتره کسان له سزاګانو بچ وتلي دي.

د پاکستان جیو نیوز رسنۍ پخپل رپورټ کې د پولیسو نه د ترلاسه شوؤ شمیرو په حواله ویلي پښتونخوا کې په پینځوؤ کالو کې په ماشومانو د تشدد 3 زره اؤ 598 پېښې مخې ته راغلي اؤ مقدمې یې درج شوي چې په دې کې یوازې 187 ملزمان د سزاګانو سره مخ شوي شوي.

دغه شمېرې ښیې چې تېرکال صوبه کې په ماشومان د شوي تشدد 924 مقدمې درج شوي اؤ 81 ملزمانو ته پکې سزاګانې اورول شوي.

همدا شان د پولیس شمیرې ښایي چې په کال 2022 م کې په ماشومانو د تشدد 844، کال2021م 827، کال 2022م کې473، اؤ کال 2019م کې 530 پېښې پولیسو سره په ریکارډ راغلي دي.

د ماشومانو د حقونو فعال ښاغلی عمران ټکر وایي د تېرو پینځلسو کالو راهسې پرله پسې پښتونخوا صوبه کې په ماشومانو د تشدد د پېښو شمیره په بره روانه ده اؤ ددې بنیادي وجه داده چې اوس په ماشومانو د کېدونکي تشدد پېښې رپورټ کیږي.

ډيوه سره خبرو کې عمران ټکر وایي اوس چونکې د میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دور دی اؤ په ماشومانو د تشدد پېښې پټې نه پاتې کیږي نو د میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو د فشار له امله پولیس هم اکثره ددغسې پېښو په وړاندې په چټک توګه حرکت کې راځي اؤ چې پولیس په حرکت کې راشي نو پېښه ورسره هم څرګنده شي.

د عمران ټکر وینا ده چې اکثره په ماشومانو د تشدد پېښې د هغو ضلعو نه رپورټ کیږي چې خلک پکې زیات لوستي وي یا ورته میډیا په اسانه لاس رسي اؤ وایي په زیاتره پسمانده ضلعو کې اوس هم داسې پېښې پټې پاتې کیږي.

ښاغلی ټکر وایي که یو خوا په ماشومانو د تشدد پېښې اوس په زیاته کچه مخې ته راځي نو بلخوا دا خبره هم د ډاډ وړ ده چې په خلکو کې د ماشومانو د حقونو په اړه شعور اوس تر یو څه حده وده کړې ده.

نوموړی وایي زمونږ په ټولنه کې محرومۍ ډيرې زیاتې دي، د تعلیم اؤ شعور کمی دی اؤ ماشومان هم اکثره په ذهني توګه کمزوري وي نو ځکه اکثره خلک په دغو کمزورو ماشومانو تشدد وکړي اؤ بیا له سزاګانو هم بچ پاتې شي.

عمران ټکر وایي په ماشومانو د تشدد د مخنیوي لپاره به دیني عالمانو، والدینو اؤ تعلیمي ماهرانو ته خپل کردار ترسره کول اؤ په ټولنه کې پوهاوی خپرول ضروري وي.

د پولیسو لخوا مخې ته راغلې د پینځوؤ کالو دا شمیرې ښیي چې په تېرو پینځوؤ کالو کې پښتونخوا صوبه کې په ښځو د تشدد 8 زره اؤ 299 پېښې مخې ته راغلي اؤ مقدمې پکې درج شوي چې په دې مقدمو کې 168 کسان د سزاګانو سره مخ شوي دي.

په تېرو پینځوؤ کالو کې په نرښځیانو د تشدد د درج شوؤ مقدمو شمیره 234 ښودل شوې اؤ ویل شوي چې په دې مقدمو کې یوازې یو تن د سزا سره مخ شوی دی.

خو په پښتونخوا کې د نرښځیانو د سازمان مشر فرزانه بیا د پولیسو دا شمیرې ناسمې بولي اؤ وایي په پینځوؤ کالو کې نزدې 4000 نرښځيان د تشدد سره مخ شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دلته داسې ورځ نه وي چې په نرښځيانو تشدد نه کیږي خو وایي وړومبی خو پولیس د هغوي مقدمې نه درج کوي اؤ که درج یې کړي نو بیا په دغو پېښو کې ککړ با اثره ملزمان د سزا نه بچ پاتې کیږي.

فرزانه وایي د کال 2015 راپدیخوا پښتونخوا کې تر اوسه 128 نرښځيان وژل شوي اؤ په زرګونو نورو باندې جنسي اؤ بدني تشدد شوی اؤ ویښتان ترې خرول شوي دي.

د فرزانې وینا ده چې پولیس اکثره په نرښځیانو باندې تشدد کې د ککړو ملزمانو په ضد مقدمو کې دومره کمزورې دفعې واچوي چې ملزم پکې په اسانه له عدالت خوشې کیږي اؤ یا هم د پولیسو د تفتیش عمل دومره کمزوری وي چې یو ملزم د سزا سره نه شي مخ کولی.

هغه وایي نرښځيان د ټولنې تر ټولو کمزورې طبقه ده اؤ په هغوي د تشدد پېښو کې ککړ کسان که جیلونو ته هم لاړ شي خو د هلته نه بیا په نرښځیانو فشار راوړي چې خپله مقدمه باید واپس واخلي اؤ وایي نرښځیانو ته بیا د خپل ژوند څه تحفظ هم نشته نو ځکه هغوي خپل ګواهان هم عدالتونو ته نه شي پيش کولی

د امید کور په نوم د یو غیر دولتي سازمان مشر صوبیه خان چې پخپله هم یو نرښځي دی ډيوه ته وایي په نرښځیانو د تشدد د شوؤ پېښو اصل شمیره ډیره لوړه ده خو پولیس سره اکثره نرښځیان له خپلې وریرې په ځان د شوي تشدد رپورټ نه درج کوي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل زیاتره وخت چې په نرښځیانو تشدد کیږي نو د هغوي نه لوڅې ویډیوګانې هم په زوره جوړولی شي اؤ تشدد کوونکي بیا په دغو ویډیوګانو نرښځیان بلیک میل کوي چې که پولیس ته ورغلو نو ویډیو ګانې به یې په سوشل میډيا خپرې کړل شي.

صوبیه خان وایي زیاتره هیجراګان یا نرښځيان د خپلو لوڅو ویډیوګانو د خپرېدو له ویرې په ځان کیدونکي ظلم اؤ تشدد باندې غلي پاتې شي اؤ که څوک پولیسو سره مقدمه درج کوي نو بیا هغوي ته د خپل ژوند هیڅ تحفظ نه وي ترلاسه .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG