«ولولې»: ګل چاهت وایي 100 فیصده نرښځیان غواړي د درد، نفرت او سپکاوي له کبله له پاکستانه ووځي
د ځوانانو په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې نن د پاکستان له مشهور خواجه سرا یا نرښځي ګل چاهت سره خبرې کوو. هغه په پاکستان کې د وژل کېدو له خطره په وروستیو کې په جرمني کې ژوند پیل کړی او هلته یې پناه اخیستې ده. ګل چاهت وایي په جرمني کې یې ژوند خوندي دی خو ژوند یې بې ستونځو نه دی. کوربه وکیل خان دی: