لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وانا:بمي چاؤدنه کې پينځه جنگيالي وژل شوي


راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمي جنوبي وزيرستان په وانا سيمه کې دزيارت په ورځ يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دتندروه کمانډر غلام جان وزير پشمول پينځه جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دغه پيښه دشورو په ماښام دوانا څخه ٢٧ کلو ميټره لرې برمل تحصيل کې رامينځته شوې ده
غلام جان وزير په سيمه کې دپاکستاني طالبانو دتحريک يو مرکزي کمانډر گڼل کيدو.
اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ شاهد علي پخلى کړى چې چاؤدنه کې په نخښه کړل شوى گاډى تباه شوى اؤ پينځه کسان وژل شوي دي.
غلام جان وزير، چې په سيمه کې دازبک، تاجک اؤ مرکزي اسيائي جنگيالو دملاتړ په کولو يې شهرت پيداکړى ؤ باور کيږي هغه دطالبانو حکومت پلوه ډلې ملا نذير دسيمې څخه ويستى ؤ.
دملا نذير ډلې ٢٠٠٨ اؤ ٢٠٠٩م کې دوزيرو د سيمو څخه ازبک اؤ نور غيررياستي تندلاري ويستي وؤ.
په وانا کې شوې دغه چاؤدنه کې دوژل شوؤ نورو کسانو نومونه دغلام جان ترۀ، جمعه خان، ميرگل ، عصمت الله اؤ خروټى ښودل شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG