لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په ایین کې تجویز کړی شوي بدلون کې څه دي؟


د پاکستان په مطبوعاتو کې د اییني بدلون هغه مسوده مخې ته راغلې ده چې منظوري یې د جمعې په ورځ د پارلیمان ځانګړې کمیټې ورکړې ده.

د 26 نکتو د اییني بدلون ددې مسودې له مخې د سپریم کورټ د چیف جسټس ټاکنه به د دریوؤ کلونو لپاره وي او دا ټاکنه به د سینیارټي پر ځای د درې کسیزه پېنل څخه د پارلیمان 12 کسیزه کمیټي کوي.

د مسودې له مخې سپریم کورټ کې به اییني بینچ ټاکل کیږي اؤ ددې اییني بینچ د ججانو ټاکنه به قضایي کمیشن کوي خو په اییني بینچ کې به د ټولو صوبو نه برابر ججان اخستل کیږي.

په تجویز کړل شوي ترمیم کې ویل شوي چې چیف الیکشن کمشنر به د خپل ملازمت د مودې سرته له رسولو تر هغې خپلې دندې ته دوام ورکولی شي تر څو چې نوی چیف الیکشن کمشنر نه وي ټاکل شوی.

د اییني بدلون په مسوده کې په ارټیکل 184 د تجویز کړل شوي بدلون له مخې چیف جسټس څخه به له خپله انده د نوټس اخستو واک ختمولی شي خو په ارټیکل 179 کې د ترمیم په اساس به چیف جسټس د پيټیشن په اړوند نوټس جاري کولی شي.

د چیف جسټس د ټاکنې وړاندیز:

د مسودې له مخې په ایین کې د نوي ارټیکل 191 اې د شاملولو وړاندیز شوی چې له مخې به د چیف جسټس د کار موده درې کاله وي، 65 کاله عمر ته په رسېدو به چیف جسټس د خپلې مودې نه وړاندې ریټایر کیږي اؤ که چرې هغه د 60کالو په عمر کې چیف جسټس جوړ شي نو درې کاله وروسته به له خپلې عهدې ریټایر کیږي.

مسوده کې وړاندیز شوی چې د چیف جسټس ټاکنه به د ځانګړې پارلیماني کمیټي کوي چې دغه کمیټي به د پارلیمان له 12 غړو جوړه وي، په کمیټۍ کې به اته د قامي اسمبلۍ،اؤ څلور د سینیټ غړي شامل وي.

دا کمیټي به د سپریم کورټ د دریوؤ سینیر ترین ججانو څخه یو د چیف جسټس په توګه ټاکي.

سپریم کورټ کې د اییني بینچ وړاندیز:

په اییني ترمیمي مسوده کې د ایین دارټیکل 199 له مخې سپریم کورټ کې د اییني بینچ د جوړولو وړاندیز شوی، د اییني بینچ د ججانو ټاکنه به د پاکستان قضایي کمیشن کوي اؤ په دې بینچ کې به له ټولو صوبو یو برابر ججان اخستی شي.

ایین کې له ترمیم وروسته به اییني مقدمې اییني بینچ ته منتقل شي اؤ ټولې اییني مقدمې به دغه بینچ اوري.

د ایین په ارټیکل 209 کې د تجویز شوي ترمیم له مخې عدلیه به واک نه لري چې د یوې غوښتنې نه زیاته د کومې اییني معاملې تشریح وکړي یا په دغه اړه حکم صادر کړي.

د ایین په ارټیکل 215 کې هم ترمیم تجویز کړل شوی دی چې له مخې به یې د سپریم جوډیشل کونسل د غړ شمېره 13 وي، د سپریم کورټ چیف جسټس به یې مشر وي، د څلورو سینیر ترین ججانو اؤ یو ریټایرډ چیف جسټس تر څنګ به د قانون وفاقي وزیر،اټارني جنرل اؤ د پاکستان بار کونسل یو سینیر وکیل به د جوډیشل کونسل برخه وي.

په سپریم کورټ کې د ججانو د ټاکنې په اړوند په جوډیشل کمیشن به څلور د پارلیما غړي هم شامل وي چې هغې کې به دوه د قامي اسمبلۍ اؤ دوه له سینیټ اخستل کیږي اؤ دوؤ غړو تعلق به د حکومت اؤ د دوؤ به اپوزیشن سره وي.

د حکومتي غړو نومونه به وزیراعظم اؤ د اپوزیشن غړو نومونه به د اپوزیشن مشر تجویز کوي.

د پاکستان بار کونسل په ګډون د وکيلانو سازمانونو غړي تور لګوي چې د مجوزه بدلون د لارې د هېواد د اساسي قانون په اډانه کې بدلون راوستل غواړي او د سپريم کورټ وزرې پرې کوي.

د عدالتي ازادۍ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم د پاکستان مرکزى حکومت ته په ليکلي خط کې اندېښنه څرګنده کړې ده چې مجوزه ایيني پېکج د عدالتي ازادۍ او د وګړو د منصفانه ټرایل حق د خطر سره مخامخ کولی شي.

د حکومت مخالفه ګوند یو وتلي مشر اؤ قانون پوه حامد خان دجمعې په ورځ رسنیو ته ویلي "مونږ ته دا حکومتي تجويز هم د منلو وړ نه دی چې ګواکې د سپريم کورټ له دريوؤ ججانو څخه به يو چيف جسٹس ټاکل کېږي، مونږ تل په دې اصول ولاړ پاتي شوي وو چې د سپريم کورټ تر ټولو مشر جج به په خپل وار د سپريم کورټ چيف جسٹس جوړيږي".

ځنې قانون پوهان که څه هم د مجوزه اييني عدالت د قيام ملاتړ کوي خو زياتوي باید چې په دې اييني بدلون کې له سپريم کورټ او هاي کورټس څخه د از خود نوٹس واک وانه خستل شي.

د سپريم کورټ وکيل شیر امان خان یوسفزی ډیوه ته وایي،کله چې هم د يو چا بنيادي حقونه متاثره کېږي او ورسره يوه بله لاره نه وي نو هغه هایکورټ ته ځي او دا ډول سپريم کورټ سره هم د ايين د 184 مادې لاندې اختيار دی چې کله هم د بنيادي بشري حقونو سرغړونه کېږي نو بيا خلک سپريم کورټ ته ورځي.

خو هغه وایي چې حکومت په مجوزه پېکج کې د هاي کورټس او سپريم کورټ نه د از خود نوټس واکونه اخستل غواړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG