لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د وروستیو خونړیو حملو په شا څه عوامل دي؟


حکومت وايي په تشدد يې قابو موندلی خو د وسله والو حملې او د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري
حکومت وايي په تشدد يې قابو موندلی خو د وسله والو حملې او د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري

د بدامنۍ ښکار د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د تشدد په مختلفو پېشو کې په تېرو ۲۴ ګنټو کې د ۱۴ پوځي عسکرو او امنیتي چارواکو په شمول ګڼ شمېر نور کسان وژل شوي دي چې په وروستي کلونو کې د تشدد په لړۍ کې د وژل شویو کسانو لویه شمېره ده. په صوبه کې د حملو الزام په بېلتون خوښو وسله والو ډلو لګول کېږي.

د تشدد په تازه پېښو کې مسلح کسانو د بسونو، موټرو او د ټرکونو نه خلک راښکل او په ډزو يې ووژل. په یوه ضلع کې په پولیس او لارویانو د ورځې په رڼا ډزې وشوې. د بلوچستان او پنجاب ترمنځ د رېل یو پل تباه کړی شو. د پولیس په تاڼه حمله وشوه. په صوبه کې د نورو ډزو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

وسله وال په عمومي توګه امنیتي چارواکي او حکومتي تنصیبات په نخښه کوي خو دا تازه حملې د وړاندې نه زیاتې زړه ورې او بې رحمه وې.

په بلوچستان کې په روانو حالاتو د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې یو نظر

پس منظر

بلوچستان د پاکستان د ټولو نه لویه صوبه ده خو ابادي يې کمه او رقبه يې زیاتره په غرونو مشتمله ده. دا د بلوڅ قوم مرکز هم دی. د بلوڅ قوم غړي وايي مرکزي حکومت یې استحصال او ورسره د تعصب چلند کوي. هم د دې له امله په بلوچستان کې بغاوت راپارېدلی چې د ازادۍ غوښتنه کوي. مذهبي وسله وال هم په صوبه کې فعالیت لري.

حکومت وايي په تشدد يې قابو موندلی خو د وسله والو حملې او د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

بي اېل ای

بلوچستان لېبرېشن ارمي، بي اېل ای، په بلوچستان کې د وسله والو لویه ډله ده چې امريکې او پاکستان په ۲۰۰۶ کې ترهګر تنظیم ټاکلی دی. بي اېل ای د پاکستان د حکومت مخالفت کوي او د پاکستان، افغانستان او د ایران په ځینو سیمو مشتمل یو خود مختاره ریاست جوړول غواړي.
بي اېل ای اکثر په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو او کله نه کله د پاکستان په لوی اقتصادي ښار کراچۍ کې حملې کوي. بی اېل ای وخت په وخت د حملو ذمه واري ومني.

د کال ۲۰۲۲ د نومبر په میاشت کې چې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د حکومت سره ډز بندي ختمه کړه او وسله والو ته يې حملې د بیا شروع کولو امر وکړو نو بي اېل ای هم زړه وره شوه. په اسلام اباد کې مېشت څېړونکی عبدالله خان وايي بي اېل ای په بلوچستان کې د نورو ډلو په ملاتړ فعالیت کوي.
د تېر کال د دسمبر په میاشت کې د بلوچ نېشنل ارمي نومې ډلې یو مشر سرفراز بنګلزی تر د ۷۰ پورې نورو همکارانو ترڅنګ حکومت ته تسلیم شو. هغه د پېسو دپاره د ملکي کسانو په تښتولو او د غېر مسلح کسانو په وژنه کې په خپل کردار د پښېمانۍ اظهار وکړو.

د بلوچستان جغرافیه

د پاکستان او ایران کړکېچنو تعلقاتو د بلوچستان د بدامنۍ او د بې ثباتۍ دا مسله نوره پېچيده کړې ده. دواړه ملکونه ۹۰۰ کېلومېټره سرحد لري چې په زیاتره برخه يې د قانون عملداري نشته او وسله وال او سمګلران پې په ازاده حرکت کوي. د سرحد دواړو خواو ته د شورش تحریکونو د پاکستان او هم د ایران حکومتونه پرېشانه کړي دي. دواړه حکومتونه په یو بل د ځینو وسله والو د ملاتړ او یا د برداشت کولو الزام لګوي.

د چین په امداد په بلوچستان کې د بنیادي سهولتونو لوی منصوبې هم په صوبه کې یاغیتوب سبب ګڼل کېږي. مقامي اوسېدونکي په وفاقي حکومت الزام لګوي چې دځايي اوسېدونکو په تاوان په غېر منصفانه ډول د بلوچستان د تېلو او د نورو قدرتي وسایلو استحصال کوي. د چین په بېلټ اېنډ روډ اېنېشيېټیو یا د کمربند او د سړک په منصوبه کار دپاره په زرګونو چينایان په پاکستان کې کار کوي.

تازه حملې د مخکې نه څنګه مختلفې دي؟

بېلتون خوښي چې زیاتره د بي اېل ای وسله وال وي، په عمومي توګه په امنیتي ځواکونو او په حکومتي تنصیباتو په وړه کچه حملې وکړي چې د مرګ ژوبلې کچه په کې کمه وي.

خو په تېرو ۲۴ ګنټو کې د حملو انداز او مربوطیا د زیات عزم، د زیاتې سرکشۍ او د زیاتې بې رحمۍ څرګندونه کوي. د حملو نه مخکې بي اېل ای خلک خبرداره کړي وو چې د لویو لارو نه دې لرې وسي. دا تنظیم په عمومي توګه دا ډول خبرداری نه کوي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ په لویه لار شوي حملې د سږ کال د اپرېل د میاشتې د یوې حملې یاد راتازه کړو چې په کې د یو بس نه تښتول شوي نهه کسان وژل شوي وو. په بس د حملې نه مخکې دغه وسله والو په یو موټر کې دوه کسان وژلي او شپږ نور زخمیان کړي وو. بي اېل ای د دواړه حملې منلې وې.

د می په میاشت کې وسله والو اووه هغه نایان (حجام) په ډزو ووژل چې د پنجاب وو. دا حمله په ظاهره بلوچستان نه د پنجاب د خلکو د ويستلو کوښښ و.

څېړونکی عبدالله خان وايي بي اېل ای د خپلو وسله والو د متحرک کولو او د خپلو فعالیتونو صلاحیتونه ښه کړي دي. د چارواکو اندازه ده چې بي اېل ای قریباً ۳۰۰۰ وسله وال لري.

په بلوچستان کې د حالاتو څه اثرات دي؟

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړونکی سید محمد علي وايي په بلوچستان کې د وروستیو وژنو هدف صوپې ته اقتصادي نقصان رسوول دي ځکه چې د هغه په قول د بلوچستان د کمزوري کېدلو معنا د پاکستان کمزوري کېدل دي.
علي وویل که یو خوا د وسله والو د حملو مقصد د بهر نه خلک منع کول دې چې په بلوچستان کې دې کار، سفر او یا تجارت نه کوي نو بلخوا دا حملې د بلوچستان د اوسېدونکو ژوند هم د مشکلاتو سره مخامخ کوي، د سرمایه کارۍ او سیمې ته د سامان او نورو سهولتونو د وړل کېدو مخه نېسي.

د وسله والو خلاف د لسيزو راهسې سخت پوځي اقدامات د مقامي خلکو په زړونو کې اضافي خوابدی او درد پېدا کوي. په بلوچستان کې د وړاندې څخه د خلکو په زوره د بې درکه کېدو او د قانون بالا د خلکو په وژل کېدو ژور شکایتونه موجود دي.

تېره میاشت په زرګونو خلکو د پولیس دلاسه د تشدد، انټرنېټ د سست رفتاره کېدو او د لویو لارو د تړل کېدو خلاف احتجاج وکړو. لږ تر لږه یو تن په کې ووژل شو.

څېړونکي عبدالله خان وايي په بلوچستان کې وروستۍ حملې په داسې وخت شوې چې د پاکستان دا کوښښونه ناکامه کړي چې بلوچستان د سرمایه کارۍ دپاره محفوظ ځای ښودل غواړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG