لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ حکومت د مالي امداد پروګرامونه په عارضي ډول ودرولي دي


د فلورېډا ریاست څخه د ستنېدو وروسته ټرمپ وایټ هاوس ته داخلېږي
د فلورېډا ریاست څخه د ستنېدو وروسته ټرمپ وایټ هاوس ته داخلېږي

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په افس اف مېنېجمېنټ اېنډ بجټ کې د قرضونو او د مالي مرستې او د مالي امداد پروګرامونه په عارضي ډول ودرولي دي او په کانګرس کې د حزب اختلاف ډېموکرېټۍ غړو د حکومت به دغه ګام تنقید کړی دی.

روېټرز خبري ادارې یو حکومتي یاداشت لیدلی چې په کې د هغو اېګزېکېټیو ارډرز یا د صدارتي حکمنامو ذکر شوی چې ټرمپ د صدارت وروسته دستخط کړي دي او غواړي چې د تنوع، مساوات او ټول شمولیت سره تړلي حکومتي پروګرامونه ختم کړی شي. دا پروګرامونه د ډي ايي ای په نامه هم یادېږي.

د افس اف مېنېجمېنټ اېنډ بجټ نګران مشر مېتیو وېت په دغه مېمو یا یاداشت کې لیکلي چې د وفاقي حکومت ادارې دې غېر ملکي امداد او د غېر حکومتي مرستندویه ادارو او د جنسي تشخص په شمول یو شمېر نورو پروګرامونو سره مالي امداد په عارضي ډول بند کړي.

د امر ترمخه د حکومت د مالي امداد عارضي بندېدل به د نهې، سه شنبې، د ورځ څخه شروع شي.

په کانګرس کې د بجټ د چارو په اړه د ډېموکرېټېک پارټۍ غړو افس اف مېنېجمېنټ اېنډ بجټ، او اېم بي، ته په یو خط کې غوښتنه وکړه چې خپله فېصله دې بېرته واخلي.

د ډېموکرېټېک پارټۍ دوو ښځینه سېنېټرانو پېټي مری او روزا ډیلارو او اېم بي ته په خپل خط کې وویل د محکمې فېصله به په ټول ملک کې تباه کن اثرات ولري او غوښتنه کوي چې د قانون او د ایین سره دې سم د وفاقي حکومت امداد وویشل شي.

د او اېم بي په یاداشت کې وېل شوي چې حکومتي ادارې دې د فېبرورۍ د لسمې نېټې پورې د هغو پروګرامونو او د فعالیتونو تفصیل ورکړي چې د مالي امداد د تړل کېدو نه متاثر شوي دي.

په دې وخت کې به، په مېمو کې وېل شوي، حکومت امدادي پروګامونو ته بیا کتنه کوي، د مالي وسایلو د غوره استعمال تعین به کوي او د هغو پروګرامونو دپاره به پېسې ورکوي چې د قانون او د ټرمپ ترجیحاتو سره سمون خوري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG