په امریکا کې د کوېډ ناینټین وایرس د اوميکرون د نوي قسم په چټکتیا د خپرېدو په ترڅ کې د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګناېزېشن یا ډبلیو اېچ او ویلي هر ملک دې د لوی سفر مسافرانو ته د پرواز په مهال د ماسک لګولو مشوره ورکړي.
ډبلیو اېچ او چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ یو خبري کانفرنس ته وویل چې د اوميکرون اېکس بي بي ون پواینټ فایو قسم په يورپ کې هم په کمه شمېره کې خپريږي.
د يورپ دپاره د ډبلیو اېچ او د بېړني حالاتو افسرې کېترین سمال ووډ وویل د اوږدو پروازونو په شان د زیات خطر په ماحول کې دې مسافرانو ته مشوره ورکړی شي چې ماسکونه دې اغوندي. هغې زیاته کړه دا تجویز د هغه سیمو نه د راتلونکو خلکو دپاره زیات غوره دی چېرته چې وایرس زیات په خپرېدو دی.
د امریکې د صحت چارواکو ترمخه اېکس بي بي ون پواینټ فایو د اوميکرون په چټکتیا خپرېدونکی قسم دی او د جنورۍ په اووه نېټه چې کومه هفته ختمه شوي په دغه هفته کې په امریکا کې د دغه ډول وایرس ۲۷ فیصد کېسونه رپورټ شوي دي.
ماهرین وايي دا لا نه ده معلومه چې ایا اېکس بي بي ون پواینټ فایو به په دنیا کې د وبا نوي څپه خپره کړي خو موجوده وېکسین د دې شدت، هسپتال ته د تګ او د مرګ نه خلک محفوظ ساتلي شي.
اېکس بي بي ون پواینټ فایو د اوميکرون نوی او تر ټولو زیات خپرېدونکی قسم دی چې کوېډ ناینټین جوړوي. اېکس بي بي ون پواینټ فایو د اېکس بي بي وایرس زېلي څانګه ده. اېکس بي بي په لومړي ځل د اکتوبر په میاشت کې معلوم شوی و.
روېټرز خبري اداره وايي په امریکا کې او د امريکې نه بهر د اېکس بي بي ون پواینټ فایو د تازه څپې په اړه تشویش په داسې حال کې راپورته شوی چې په چین کې د کوېډ کېسونه بیا زیات شوي دي.
روېټرز وايي د ډبلیو اېچ او په شمول ډیر ساینس پوهان ګمان کوي چې چين د کرونا کېسونو شمېره د حقیقت نه کمه ښښي.
د امریکې په شمول ګڼ شمېر ملکونو د چین نه ورتلونکو خلکو دپاره د کرونا ټېسټ لازمي کړی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې اخیستل شوي دي