پاکستاني رسنیو دعوه کړې ده چې اسلام اباد کې د ویتنام د سفیر مېرمنه د تېرو څو ساعتو راهسې له کوره په مرموز ډول بې درکه شوې ده.
پخپله د ویتنام سفارتخانې یا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې هکله څه نه دي ویلي خو ډان ویب ورځپاڼې د سفیر د مېرمنې د ورکېدو خبر ورکړی دی.
د ډان په مختصر رپورټ کې ویل شوي چې اسلام اباد کې د ویتنام د سفیر د مېرمنې په ورکېدو له څو ساعتو تېرېدو وروسته د هغې کورنۍ د اسلام اباد د پولیسو سره اړیکه نیولې ده.
رپورټ کې ویل شوي چې د اسلام باد پولیسو د ورکې مېرمنې د کورنۍ په رپورټ د خفیه کیمرو اؤ نورو سرچېنو له لارې د ورکې شوې مېرمنې لټون پیل کړی دی.
وي او ای ډیوه د پېښې په اړه د اسلام اباد د پولیسو د نظر معلومولو په غرض د اسلام اباد ایس ایس پي خان زیب مومند سره د واټسف له لارې د اړیکي نیولو هڅه وکړه اؤ هغه ته یې غږیزه پوښتنه هم ولیږله خو د پولیسو دغه لوړپوړي مشر د ډيوه په پوښتنه غلی پاتې شوی دی.
تر دې وړاندې په کال 2021م کې په اسلام اباد کې د هغه وخت د افغان سفیر نجیب الله علي خیل پېغله لور سلسله علي خیل نامعلومو کسانو تښتولې اؤ ځورولې وه چې په دغه پېښه له هر لوري له سختو نیوکو اؤ خفګان وروسته هغه بیا راخوشې کړل شوې وه.
په هغه وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي وؤ چې د سفیر لور تښتول شوې نه ده بلکې هند دې افواه ته هوا ورکړې ده خو پخپله نجیب الله علي هم منلې وه چې لور یې تښتول شوې وه
Forum