لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا ټرمپ به له معدنیاتو د ډک ګرینلېنډ ټاپو قسمت بدل کړي؟


صدر ډانلډ ټرمپ خپل زوی [له ښي اړخ دویم] او خپل نور استازي د روانې جنوري میاشتې په پیل کې ګرینلېنډ ته لېږلي‌ وو.
صدر ډانلډ ټرمپ خپل زوی [له ښي اړخ دویم] او خپل نور استازي د روانې جنوري میاشتې په پیل کې ګرینلېنډ ته لېږلي‌ وو.

د شمالي قطب (آرکټیک) ګرینلېنډ جزیرې معدني شتمنیو ته هغه وخت د نړیوالو پام ور واوښت چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل، غواړي له ډنمارک څخه د دې ټاپو واک تر لاسه کړي او د ټرمپ دې خبرې د امریکې یورپي متحدین هم اندېښمن کړل.

د امریکې مرستیال صدر جې ډي وېنس له «فاکس نیوز سنډې« سره په خپله یوه وروستۍ مرکه کې د ولسمشر ټرمپ دریځ بیا تکرار کړ او ویې ویل "د ګرینلېنډ په اړه باید یو تړون وشي" او وایي دا ټاپو "ډېرې لویې قدرتي وسایل لري."

صدر ډانلډ ټرمپ هم د جنورۍ په 20مه د خپل سوګند اخیستو څو ساعته وروسته د سپینې ماڼۍ له اوول دفتره په خپله وینا کې یو ځل بیا خپله دعوه تکرار کړه چې امریکا باید له ډنمارکه د ګرینلېنډ کنټرول واخلي، هغه وویل:

"زما زوی او استازي دوې اوونۍ وړاندې هلته لاړل او دوی موږ خوښوي، نو موږ به وګورو چې څه پېښیږي، خو ګرینلېنډ ضروري دی، زمونږ لپاره نه، بلکې دا د نړیوال امنیت لپاره ضروري دی".

په ګرینلېنډ کې د قدرتي زېرمو د را ایستلو لپاره لا تر اوسه د کان کیندنې څه ګټور صنعت نه دی جوړ شوی خو دا پوښتنه نن سبا د بحث موضوع ګرځېدلې چې ایا دلته به د کان کیندنې حالت بدل شي؟

'له معدنیاتو ډک'

ګرینلېنډ دا مهال یواځې فعال کان لري چې په کمرشل یا تجارتي بنیاد معدني وسایل ترې را ایستل کیږي. دغه کان د ګرینلېنډ د سرښار نوک په شمال کې پروت دی چې وایټ ماونټېن [سپین غر] نومېږي او د کېلشیم په ګډون نورې صنعتي زېرمې لري.

د دې کان چلوونکې کمپنۍ «لومینا سسټېنېبل مټېریلز» د ګرینلېنډ له دې غره را ایستونکې ډبرې اېشیا، یورپ او شمالي امریکې ته وړي او هلته د فایبرګلاس یا د ښیښې د تارونو، رنګ، فیلر، سېمنټ او پولیمر په ګډون د بېلابېلو شیانو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

په ګرینلېنډ کې د لومینا کمپنۍ مشر بېنټ اولسویګ جېنسن وي او اې ته په یوه مرکه کې وویل، "ګرینلېنډ له معدنياتو ډک ملک دی، چې ریښتیا شي په دې ځای کې هر چېرته معدنيات شته".

دا وخت له ټولې نړۍ په لسګونو نورې کان کیندونکې کمپنۍ په ټول ګرینلېنډ کې د معدنیاتو د موندنې او ممکنه موجودیت په اړه مطالعات تر سره کوي، خو «سپین غر» په دې هیواد کې یواځینی کان دی چې اوس مهال په تجارتي توګه مدنیات ترې ایستل کېږي.

د چین سیالي

په معدنیاتو کې د لیتیم او سکېنډیم غوندې نایابه مځکني عناصر شامل دي، چې د بېټرۍ په څېر آلاتو لپاره ډېر مهم دي. د دغو عناصرو لپاره د رسد پر نړیوالو لارو دا مهال د چین غلبه ده.

ټرمپ په وار وار ویلي په ګرینلېنډ باندې د امریکې کنټرول د "نړیوال امنیت" لپاره ضروري دی. د هغه دې بیانونو په ګرینلېنډ او ډنمارک کې یو سیاسي توفان را پورته کړی خو د کانونو کمپنۍ دې ته د یوې موقعې په نظر ګوري.

د لومینا کمپنۍ مشر اولسویګ جېنسن وایي، په ګرینلینډ کې د ټرمپ دلچسپي په حقیقت کې له دې صنعت سره مرسته کولای شي چې نورې سرمایه کارۍ ته رسایي پیدا کړي او وایي دا په ګرینلېنډ کې د صنعت د پرمختګ لپاره ضروري ده:

"زه یقیناً د دې هرکلی کوم او فکر کوم دا نه یواځې د صنعت له اړخه بلکې په ګرینلېنډ کې له سیاسي اړخه هم ډېره مهمه ده چې موږ ځانونه د ټرمپ او امریکې په طرف کړو."

'د خرڅلاو لپاره نه'

که څه هم ډنمارک د شمالي قطب د دې مهم ټاپو د امنیت ذمه واري پر غاړه لري، خو د ګرینلېنډ حکومت تر ډېره حده خپلواک دی.

د ګرینلینډ د قدرتي زېرمنو وزیرې ناجا نتانېلسن د ټرمپ د دلچسپۍ په اړه د خپل حکومت د اوږدې مودې په غبرګون باندې یو ځل بیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د تجارت لپاره خلاص، خو د خرڅلاو لپاره نه.

نتانېلسن وي او اې ته وویلو "موږ امریکایي سرمایه کاري غواړو. موږ د امریکې له بهرنیو چارو وزارت سره همکاري غواړو او موږ له څه مودې د دې خبرې پلوي کوو."

ګرینلېنډ په 2019م کال کې د ټرمپ د لومړي صدارت په وخت د کان کیندنې صنعت ته د ودې ورکولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ.

د ګرینلینډ د قدرتي زېرمنو وزیره وایي، امریکې په ټوله نړۍ کې د سرمایه کارانو لپاره په نېغ په نېغه بازارموندنه کې د دوی مرسته کړې وه او دا تړون اوس ختم شوی دی:

"موږ له څه مودې راهیسې هڅه کوو چې له امریکې سره اړیکې پیدا پیدا کړو او دا تړون بیرته نوی کړو".

چېلنجونه

که څه هم د ګرینلېنډ معدني شتمنۍ په پراخه کچه په نړۍ کې پېژندل کېږي خو د دې ټاپو په کانونو کې د سرمایه کارۍ را اړول یوه د اوږدې مودې ستونځه پاته شوې ده.

د ګرینلینډ د قدرتي زېرمنو وزیره ناجا نتانېلسن وایي، له ډېرو کلونو راهیسې سرمایه کاران په زیات خطر لرونکو او اوږدمهاله منصوبو کې په ښکېلتیا باندې زړه نازړه دي.

د مېرمن نتانېلسن په وینا دوی دا مهال په ګرینلېنډ کې د معدنیاتو د سرمایه کارۍ په برخه کې د امریکایي ملکیت یواځې یو لایسنس لري، خو د کېنېډډا 23، د برتانیې 23 او د ډنمارک شاوخوا 10 جوازونه یا لایسنسونه لري:

"دا هغه سیمه نه ده چې تاسو پکې اوس مهال د امریکې زیاته بوختیا وویني، خو هو موږ یې هرکلی کوو او ډېرې موقعې شته".

په کوپنهېګن کې د ډنمارک د نړیوالو مطالعاتو د انسټیټیوټ څېړونکی الریک پرام ګاد وایي، د ګرینلېنډ حکومت له ډنمارکه د بشپړې خپلواکۍ اخیستلو هڅه کوي. وایي ملاتړي یې هیله لري چې د ټاپو معدني شتمني به یوه ورځ د بشپړ خپلواک ریاست اقتصادي بنیاد جوړ کړي، خو وایي دې ته لا اوږده لاره پاتې ده.

د ګرینلېنډ 2.1 میلین مربع کیلومیټره ځمکه د کال زیاتره وخت له واورو ډکه وي او د دې هېواد چارواکي وایي سرمایه کاران باید په دې ټاپو کې د ګټې تر لاسه کولو لپاره صبر ولري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG