لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلنسکي: یورپي اتحاد او امریکا باید کیف له روس سره په هر ډول خبرو اترو کې شامل کړي


د جګړې د ختمولو په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د ماسکو له توند غبرګون وروسته د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي وایي، تمه لري چې یورپ او امریکا به له روس سره د سولې په مذاکراتو کې برخه ولري او ټینګار یې کړی چې کیف باید په دغو خبرو اترو کې بریالی رول ولري.

صدر زلنسکي د خالي- شنبې په ورځ د ګاونډي مالدووا هېواد له صدرې مایا سېندو سره یوې ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې له روس سره ممکنه مذاکراتو ته په اشارې سره وویل:

"زه داسې ګڼم چې کېدای شي مذاکرات په مختلفو چوکاټونو کې وي، فکر کوم چې نن باید ورباندې تمرکز وکړو".

صدر زلنسکي زیاته کړه چې د اوکراین د استازو له ګډون پرته به د سولې خبرې اترې "ریښتینې نتیجه" ورنه کړي. وایي په اړه په هر ډول بحثونو کې د اوکراین ښکېلتیا به "معنالرونکې اغېزه" ولري.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د خپل صدارتي انتخابي کمپېن په مهال او له انتخاباتو وروسته په وار وار ویلي چې د روس او اوکراین تر منځ جګړه به ختمه کړي، خو په دې اړه یې کومه څرګنده تګلاره نه ده اعلان کړې.

ټرمپ د جنورۍ په 23مه خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین ته په ټینګار سره وویل، د اوکراین خلاف دې جګړه ودروي‌ که نه نو وایي امریکا به ډېر ژر لوېدیځ ته د روس په هر ډول برآمداتو باندې د "لوړې کچې" نوي بندیزونه ولګوي.

په سپینه ماڼۍ کې د خپلې دویمې دورې په لومړیو دوو ورځو کې ټرمپ صدر پوټین ته پر ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې وویل، دا وخت دی چې ماسکو باید د ګاونډي اوکراین خلاف څه کم درې کلنه جګړه ختمه کړي او یو تړون ته سره ورسېږي.

صدر ټرمپ ویلي وو چې انتظامیه یې د اوکراین له صدر ولادیمیر زلنسکي سره په خبرو بوخته ده او ډېر ژر به د روس له صدر ولادیمیر پوټین سره هم په دې اړه خبرې وکړي. صدر‌ ټرمپ‌ د خپل صدارت په درېیمه ورځ ویلي:

"که موږ تړون ونه کړو، له ما سره به بل انتخاب نه وي بې له دې چې په امریکا او نورو شریکو هېوادونو باندې د روس په پلور کېدونکو شیانو باندې ډېر ژر د لوړې کچې ټیکسونه، محصولات او بندیزونه ولګوم".

د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف دزیارت- پنجشنبې په ورځ د ټرمپ ګواښونه رد کړل او ویې ویل، "موږه دلته کوم ځانګړي نوي عناصر نه وینو، موږ خبرو اترو ته تیار یو".

د اوکراین صدر د شنبې- خالي په ورځ وروسته له هغه د ممکنه سولې په اړه دا تازه خبرې کړي دي چې امریکې د جمعې په ورځ له اسرايل او مصر پرته خپلې ټولې بهرنۍ مرستې وځنډولې.

د امریکې د بهرنیو چارو نوي وزیر مارکو روبیو په یو خط کې د دغه وزارت کارکوونکو ته داسې سپارښتنه کړې:‌

"د تازه مرستو او یا د موجودو مرستو د غزولو لپاره باید هېڅ ډول نوې بودیجه ځانګړې نه شي، خو دا چې هره مرسته یا د مرستو غزولو د وړاندیز جایزه یې واخیستل شي او منظور شي."

دا فرمان د اوکراین په ګډون له ټولو هېوادونو سره د امریکې پوځي او پرمختیایي مرستې اغېزمنوي.

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن پر اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل له پیل راهیسې اوکراین ته د اربونو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې برابرې کړې دي.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي په وار وار ویلي چې د لوېدیځو هېوادونو له مرستو پرته به د روس خلاف خپل دفاعي جنګ وبایلي.

زلنسکي ټینګار کړی چې ټرمپ دې د "زور له لارې د سولې" په اړه د هغه د وړاندیز ملاتړ وکړي. زلنسکي د جنګ ختمېدو لپاره د هر ډول تړون د یوې برخې په توګه د لوېدیځ د ځانګړي امنیتي ضمانت غوښتنه کړې ده.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي، رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG