سپريم کورټ په ٣٠ جولا ئي دصدارتي انتخاباتو دکولو حکم کړى

دسپريم کورټ له لوري دروانې مياشتې په ٣٠مه نيټه دصدارتي انتخاباتو دکولو دحکم وروستو اليکشن کميشن دانتخاباتو نوى شيډول جاري کړى دى.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې دسپريم کورټ درې کسيز بينچ دشورو په ورځ دصدارتي انتخاباتو تاريخ کې دبدلون په اړه ددرخواست اوريدنه کړې ده.
داوريدنې په مهال چيف جسټس افتخار محمدچوهدري وويل په ٣٠مه جولايۍ دصدارتي انتخاباتو کولو کې کوم ائيني خنډ دى ، چې په دې اټارني جنرل وويل صدارتي انتخاباتو کې ووټ اچول داسمبلو دغړو بنيادي حق دى.
چيف جسټس وويل دزياتو غړو دگډون سره به ائيني تقاضې په ښه انداز کې پوره شي.
داوريدنې په مهال عدالت اليکشن کميشن ته دصدارتي انتخاباتو په ٣٠ جولايۍ دکولو حکم کړى دى اؤ دسپريم کورټ دحکم سره سم اليکشن کميشن دصدارتي انتخاباتو نوى شيډول جاري کړى دى، چې ترمخه به يې داميدوارانو دنامزدگۍ دکاغذونو چاڼ په ٢٦ جولايۍ کيږي اؤ د٢٧ جولايۍ پورې کاغذونه واپس اخستل کيدى شي، هم په دغه ورځ به دماښامې پينځه بجې انتخاباتو کې دبرخه اخستونکو اهل اميدوارانو غوڅ فهرست جاري کولى شي.
دشيډول ترمخه صدارتي انتخاباتو کې به ووټ په ٣٠مه جولايۍ اچولى شي.
داوريدنې په مهال ډي جي اليکشن کميشن په ځواب کې وويل دبيلټ پيپرو دخپرولو لپاره وخت پکار دى ، چې په دې چيف جسټس وويل عدالت په دې اړه حکم هم ورکولى شي، نو ځکه مناسبه به دا وي چې تاسو پخپله په دې غور وکړئ.
بلخوا صدارتي انتخاباتو لپاره واکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) ممنون حسين خپل اميدوار نومولى دى ، چې له دې وروستو هغه اسلام اباد هائيکورټ کې خپل دنامزدگۍ کاغذونه جمع کړي دي.
دحزب اختلاف تر ټولو ستر گوند پاکستان پيپلز پارټۍ له لوري رضارباني اؤ دتحريک انصاف جسټس (ر) وجيه الدين هم دصدارتي چوکۍ لپاره دنامزدگۍ کاغذونه جمع کړي دي.
له دې وړاندې اليکشن کميشن دصدارتي انتخاباتو په شپږم اگست دکولو فيصله کړې وه، چې په دې واکمن مسلم ليگ(ن) گوند اليکشن کميشن څخه ديو خط په ذريعه غوښتنه کړې وه چې دشپږم اگست تاريخ به دروژې په اخري لسيزه کې راځي اؤ زياتره قانون سازان به دعمرې لپاره دهيواد څخه بهر وي ، ځکه دصدارتي انتخاباتو تاريخ کې دې بدلون راوستل شي.
خو اليکشن کميشن دغه درخواست مسترد کړى ؤ اؤ هم شپږم اگست يې دصدارتي انتخاباتو دکولو فيصله کړې وه.
دنهې په ورځ واکمن مسلم ليگ(ن) سپريم کورټ کې يو درخواست جمع کړى ؤ چې پکې دصدارتي انتخاباتو په ٣٠ جولايۍ دکولو غوښتنه شوې وه اؤ سپريم کورټ دشورو په ورځ دمسلم ليگ(ن) په دغه درخواست فيصله واوروله.