دپاکستان دبلوچستان ايالت په کوئټه کې ښار کې دترهه گرۍ دپرله پسې پيښو وروستو وزيراعظم ميا نواز شريف دکورنو چارو مرکزي وزير ته امر کړى دى چې دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې مسوده دې ١٣ اگست پورې تياره کړي.
وزيراعظم ميا نواز شريف دزيارت په ورځ په کوئټه کې دپوليس لائنز دننه دشوي ځانمرگي بريد څخه وروستو دکورنو چارو دمرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان سره ليدل کړي، چې په دغه ليدنه کې دبلوچستان پشمول ټول هيواد کې دترهه گرۍ دپرله پسې پيښو په بابله تفصيلي خبرې اترې شوي دي.
په ټول پاکستان کې عموماً اؤ په کوئټه کې خصوصاً دتيرو څو مياشتو راهسې دترهه گرۍ پيښې دانتها تر حده سيوا شوي اؤ دغلته دوسله والو لخوا امنيتي ځواکونه ، دشيعه ورورولۍ سره تعلق لرونکي مسلمانان ، طالب علمان اؤ نور مهم خلک په نخښه کيږي.
سرچينې وائي وزيراعظم نواز شريف دکورنو چارو وزير ته لارښودنه وکړه چې دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه شوؤ مشورو کې کومې رايې مخې ته راغلي ، بايد دهغې په رڼا کې ١٣م اگست پورې يوه کوټلې تگلاره جوړه اؤ دهغې مسوده دې وړاندې کړل شي.
په دغه ليدنه کې کوئټه کې دترهه گرۍ وروستۍ پيښې وغندل شوې ، خو حکومت نۀ ده واضحه کړې چې په پيښو کې ککړ کسان به دقانون منگولو ته راولي اؤ کوټلې سزا به ورکوي.
په پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دپاره چې کومه نوې تگلاره تجويز شوې ده دهغې له مخې به دپاکستان دننه دطالبانو دنيول شوؤ مشرانو دمرستې په ترلاسه کولو دتندلارو سره خبرو اترو ته لاره هوارولى شي.
په تگلاره کې دا تجويز هم ورکړل شوى چې په هيواد کې دې دترهه گرۍ دمخنيوي دپاره يو ځانگړى ځواک يا فورس جوړ کړل شي چې دغه ځواک سره دې دقانون پځايې کولو اؤ استخباراتي واکونه په لاس کې وي.
په تجويزونو کې دا هم وئيل شوي چې دغه ځواک به پخپله دترهه گرو په ضد دمعلوماتو دراټولو اؤ دهغوي په ضد پخپله دگامونو اخستو مجاز وي.
همدغه رنگ دترهه گرۍ دمخنيوي په دغه تگلاره کې دا تجويز هم مخې ته راغلى چې پاکستان کې بايد دتندلاريتوب دله مينځه وړلو دپاره خپل يو قومي ځواک ولري اؤ دغه ځواک دې دتندلاريتوب دلاسه اغيزمنو سيمو کې دميشتو ځواکونو ځايې ونيسي.
دپاکستان حکومت له مخه اعلان کړى چې دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه به يو ټول گونديز کانفرنس رابلي ، چې ددغه کانفرنس رابللو دپاره يې نيټه هم اعلان کړې وه، خو دسياسي گوندونو ترمينځ داختلافاتو له امله دغه کانفرنس دځنډ ښکار دى.
دميا نواز شريف په مشرۍ دنوي حکومت رامينځته کيدو څخه وړاندې هم دپيپلز پارټۍ په حکومت کې دترهه گرۍ په ستونزه دقابو موندلو په غرض درې ټول گونديز کانفرنسونه ترسره شوي وؤ،خو دبيلا بيلو گوندونو ترمينځ داختلافاتو له امله دغه کانفرنسونو هيڅ نتيجه نۀ وه ورکړې.
په پاکستان کې دترهه گرۍ درامينځته کيدونکو زياتره پيښو پړه ددغه هيواد دحکومت مخالفه طالبانو تحريک په غاړه اخلي اؤ طالبانو دجوړجاړي دپاره داگاهو څخه شرط ايښى ، چې که هغوي سره خبرې کيږي، نو بايد دپوځ رول ته دې پکې اوليت حاصل وي.
پاکستاني طالبان دريځ لري چې دروانې جگړې اصل قوت پوځ دى اؤ سياسي گوندونه بې اختياره دي ، ځکه نو هغوي دپوځ سره چارې ترسره کول غواړي.
خو دپاکستان پوځ تر دې مهاله دطالبانو دغه غوښتنې ته هيڅ ځواب نۀ دى وئيلى.