گوادر:وسله والو درې تښتول شوي مزدوران وژلي

دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په گوادر سيمه کې نامعلومو وسله والو درې تښتول شوي مزدوران وژلي دي.
دليويز سرچينو ترمخه تيره شپه دگوادر دسنسر سيمې دکاڼو دميده کولو ديو تنصيب څخه نامعلومو وسله والو څلور مزدوران تښتولي وؤ، چې دهغوي څخه ددريوؤ کسانو مړي دزيارت په ورځ دنزدې غرونو څخه ترلاسه شوي اؤ يو لا تر دې دمه بې درکه دى.
دسرچينو وينا ده ددغو وژل شوؤ مزدورانو مړي دگوادر څخه دهغوي پلرنو سيمو ته منتقل کړل شوي دي.
دليويز دسرچينو وينا ده چې ددريواړو کسانو په بدنونو دگولو زخمونه دي.
يو مقامي انتظامي چارواکي بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې وسله والو بيگاه دشپې بريد کړى اؤ په تنصيب کې يې مشينرۍ ته داور اچولو وروستو يو مالک اؤ درې مزدوران تښتولي دي.
دغو وسله والو دشپې دريواړه مزدوران وژلي اؤ مالک تر دې دمه بې درکه دى.
ددغه پيښې ذمه واري تر دې مهاله چا نۀ ده قبوله کړې ، خو له دې وړاندې دصوبې په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد دپيښو مسؤليت بلوڅ بيلتون خوښو ډلو په غاړه اخستى.
بلوچستان کې له دې وړاندې هم دخلکو دتښتونو اؤ وژلو پيښې رامينځته شوي دي اؤ وخت په وخت دفرقه وارانه تشدد پيښې هم رامينځته کيږي.
اسلام اباد کې اوس اوس ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې دبلوچستان دستونزو دسياسي هواري لپاره دبلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ ته دمخالفو اړخونو سره دخبرو اترو پيل کولو اختيار ورکړل شوى.