دپيښور تبليغي مرکز کې بمي چاودنه،7 کسان مړۀ ،60 ژوبل

دپاکستان دننه په تيرو وختونو کې جوماتونه،ديني مدرسې، بازارونه،عبادتخانې، حجرې، دفترونه،هديرې اؤ مزارونه د ترهگرۍ د دغسې پيښو ښکار شوي چې پکې په سلګونو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړى اؤ په زرگونو ژوبل شوي دي.

پيښور- دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې د زيارت په ماښام د پيښور په تبيليغي مرکز کې د شوې يوې چاودنې له امله لږ ترلږه 7 کسان مړۀ اؤ 60 نور ژوبل شوي دي چې په ژوبلو کې هم د زياتره کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي اؤ له دې امله د مړو شميره کې د زياتوالي انديښنه ده ده.
په تبليغي مرکز کې دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې دپاکستان حکومت دعوه کړې وسله والو ياغي طالبانو سره يې د روغې جوړې دپاره هڅې پيل کړي دي خو طالبانو له وړاندې څخه په ډاگه کړې چې حکومت سره به دامن مذاکرات نۀ بلکې انتقامي بريدونو ته به دوام ورکوي.
دغه چاودنه د زيارت په ماښام د پيښور په پجگۍ روډ تبيلغي مرکز کې هاغه مهال شوې کله چې په زرگونو خلک تبليغي مرکز ته ورغلي وؤ اؤ دماښام نمونځ يې کولو.
دعيني شاهدانو له مخې چاودنه د مرکز په دوهم چت کې شوې چې له امله يې گڼ شمير خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده خو تر دې دمه نه ده واضحه چې دغه يوه خودکش حمله وه که د بمي چاودنه ؟
د پيښې څخه وروستو امدادي ډلې دپيښور تبيليغي مرکز ته رسيدلي اؤ په چاودنه کې وژل شوي اؤ ژوبل کسان دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.
د بمونو د شنډونکو پوليسو د وينا له مخې په خپلو لمړنيو پلټنو کې وئيلي چې چاوديدونکي مواد د غوړو په يوه ډبه کې ايښودل شوي وؤ.
د خيبرپښتونخوا د بمونو شنډونکو د پوليسو مشرشفقت ملک د پيښې د ځايې له ليدنې وروستو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي لمړي پلټنې ښايي چې چاوديدونکي مواد د غوړو په يوه ډبه کې تبيليغي مرکز راوړل شوي وؤ چې وزن يې تر پينځوؤ کلو وؤ.
دخيبرپښتونخوا صوبې د صحت وزير شوکت علي يوسفزئ ډيوه راډيو سره خبرو کې په دغه چاودنه کې د شپږو کسانو د وژنې اؤ 60ؤ نورو د ژوبل کيدو تصديق کړى دى خو د ليډي ريډنگ هسپتال سرچينو بيا ډيوه راډيو ته د مړو شمير 7 ښودلى دى.
د پيښور په ليډي ريډنگ هسپتال کې بيړنى وضعيت پځايې کړل شوې اؤ عامو خلکو ته زخميانو ته د وينې ورکولو غږشوى دى.
تر دې مهاله ددغه چاودنې پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ ده اخستې اؤ دپاکستاني طالبانو د تحريک وياند شاهد الله شاهد ددغه پيښې څخه لاتعلقي ښکاره کړې ده .
له دې وړاندې هم د سوات په تبيليغي مرکز کې دغسې شوې يوه بمي چاودنه کې 27کسان مړۀ اؤ د 100ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.
دپاکستان دننه په تيرو وختونو کې جوماتونه،ديني مدرسې، بازارونه،عبادتخانې، حجرې، دفترونه،هديرې اؤ مزارونه د ترهگرۍ د دغسې پيښو ښکار شوي چې پکې په سلګونو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړى اؤ په زرگونو ژوبل شوي دي.
دخيبرپښتونخوا صوبې داطلاعاتو وزير شاه فرمان وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې ددغه چاودنې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي دپاکستان ټول قام طالبانو سره مذاکرات غواړي خو کله چې هم د مداکراتو وخت راورسيږي نو دترهگرۍ دغسې ناوړه پيښې رامينځته شي.
هغه وويل نۀ پوهيږي چې ددغو ناوړو پيښو په شا څوک لاس لري خو دعوه يې وکړه چې د کله راهسې په صوبه کې دتحريک انصاف حکومت رامينځته شوى نو د ترهگرۍ پيښې تر ډيره حده کمې شوي دي.
خو دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان بيا وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې تور لگولى چې د پاکستان تحريک انصاف مشرعمران خان ترهگرو سره جوړجاړى کړى اؤ صوبه يې ترهگرو ته سپارلې ده.
هغه وويل په يوه اوونۍ کې دصوبې دننه دا دريمه چاودنه ده چې کيږي خو صوبايي حکومت پرې هډو غوږ نۀ گروي.
زاهدخان وويل عمران خان سره دپښتوهيڅ غم نۀ شته ددې خاورې خلکو نه يې ووټونه په فريب واخستل اؤ اوس يې صوبې ته شا کړې ، ټوله توجو يې پنجاب صوبه کې خپل سياسي مستقبل ته گرځولې ده.
نوموړي زياته کړه عمرا خان نه نور مايوس خان جوړ شوى دى اؤ دمايوسۍ نه سيوا ورسره صوبه کې دامن پځايې کولو دپاره هيڅ لاره نشته.