نوازشريف : غيرمعمولي حالاتو کې به نور کوټلي گامونه اخستل وي

وفاقي کابينې ته پخپله وينا کې وزيراعظم وويل هيواد څخه دترهه گرۍ په خاتمه اؤ دمجرمانو سره دحساب کولو لپاره به ټولو رياستي ادارو ته خپل کردار ادا کول وي.

پيښور-په پاکستان کې د وسله والو طالبانو لخوا په امنيتي ځواکونو د ترسره شوؤ پرله پسې بريدونو څخه وروستو په لمړي ځل ددغه هيواد وزيراعظم ميانوازشريف په غوڅو ټکو کې وئيلي چې په غيرمعمولي حالاتو کې دغيرمعمولي گامونو اخستو ضرورت دى اؤ هيواد کې د قانون واکمني په هرقيمت پځايې کولى شي.
دگل په ورځ اسلام اباد کې ترسره شوې دپاکستان دکابينې په يوه ځانگړې غونډه کې دهيواد په داخلي امنيتي تگلاره غور شوى اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان ددغه تگلارې د بيلابيلو اړخونو په اړوند وزيراعظم اؤ دکابينې غړو ته تفصيلي احوال تيرکړى دى.
دوفاقي کابينې دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې دگل په ورځ دراولپينډۍ ار اى بازار کې په يوه امنيتي پوسته شوې چاؤدنه کې ١٣ کسان وژل شوي اؤ نزدې ٢٠ ژوبل شوي دي،
په دغه سيمه کې دپاکستان څو حساس ځائيونه موقعيت لري چې پکې دځمکني پوځ صدر دفتر جي ايچ کيو هم شامل دى.
وفاقي کابينې ته پخپله وينا کې وزيراعظم وويل هيواد څخه دترهه گرۍ په خاتمه اؤ دمجرمانو سره دحساب کولو لپاره به ټولو رياستي ادارو ته خپل کردار ادا کول وي.
دسرچينو له مخې د غونډې په مهال نواز شريف دپولو دڅارنې دنظام په نور موثره کولو ټينگار وکړو اؤ زياته يې کړه چې حکومت به په اصولو سازباز نۀ کوي.
هغه وويل په داخلي امنيتي تگلاره به دکابينې راتلونکې غونډه کې هم بحث روان وي.
غونډه کې دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان کابينې ته په داخلي تگلاره د تفصيلي حال احوال تيرولو په ترخ کې وئيلي دي چې دنوې داخلي امنيتي تگلارې لاندې به دترهه گرۍ دمخنيوي داتهارټۍ ترڅارنې لاندې داستخباراتي معلوماتو راکړې ورکړې لپاره عصري ميکانزم تيارولى شي.
سرچينې وايي چوهدري نثار علي خان په دغه موقع طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هم بريفنگ ورکړو اؤ غونډه کې پريکړه وشوه چې قانون نافذونکو ادارو ته به تربيت اؤ عصري وسلې ورکولى شي.
دنواز شريف په مشرۍ ترسره شوې دکابينې غونډه کې تيره ورځ بنو کې اؤ نن دراولپينډۍ ار اى بازار کې دشوؤ بمي چاؤدنو غندنه هم وشوه.
دسرچينو وينا ده وزيراعظم په دغه موقع وويل غيرمعمولي حالاتو کې دغيرمعمولي گامونو ضرورت دى اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به ټول ضروري گامونه اخستى شي.
داتوار په ماښام اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال وفاقي داخله وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي وؤ ددغه تگلارې مقصد دخلکو تحفظ اؤ دقانون نافذونکو اؤ استخباراتي ادارو توان غوره کول دي اؤ زياته کړې يې وه چې دنوې امنيتي تگلارې به درې برخې وي چې پکې خفيه، ستراتيژيکي اؤ اپريشنل شامل دي.
چوهدري نثار وئيلي وؤ ددغه تگلارې لاندې به دترهه گرۍ مخنيوي لپاره نيشنل کاؤنټرټيررزم اتهارټي جوړولى شي اؤ زياته کړې وه چې هيواد کې د٢٦ؤ استخباراتي ادارو ترمينځ دخفيه معلوماتو راکړې ورکړې کې دمرستې لپاره به داستخباراتو گډ مرکز قائمولى شي.
چوهدري نثار وئيلي وؤ پلازمينه کې به چټک ځواب ورکوونکى ځواک جوړولى شي چې ورته به فضائي مرسته هم ترلاسه وي اؤ ددغه ځواک مقصد به دمنټونو دننه دترهه گرۍ پيښو ته ځواب وئيل وي.
دچوهدري نثار وينا وه دتگلارې دستراتيژيکي اړخ لاندې به دا فيصله کولى شي چې بايد ترهه گرو سره کله مذاکرات وشي، کله يې په ضد يوه پوځي کارروائي ترسره شي اؤ يا دغه دواړه کارونه په کوم وخت کې په يوځايې ترسره شي.
بلخوا راولپينډۍ ښار کې دجي ايچ کيو سره سره نزدې دگل په ورځ په ترسره شوې بمي چاؤدنه کې په مرگ ژوبله اوښتو دخفگان څرگندولو په ترڅ کې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دهيواد دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ته وئيلي دي حکومت په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره دسختو فيصلو کولو فيصله کړې ده.
دپوځ سرلښکر سره ټيليفوني خبرو کې ميا نواز شريف نننۍ چاؤدنه کې دعسکرو په وژنه دخفگان څرگندونه کړې اؤ زياته يې کړه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به هڅې دوامداره وي.
وزيراعظم دپوځ سرلښکر ته وويل دکابينې غړي به راټوليږي اؤ دهيواد په داخلي امنيتي چارو به بحث کوي.
دسرچينو وينا ده په دغه موقع وزيراعظم نواز شريف اؤ جنرال راحيل شريف دپاکستاني طالبانو تحريک سره دخبرو اترو په وړانديز هم غږيدلي دي.
دپاکستان صدر ممنون حسين دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډاڼ سره خبرو کې وئيلي دي طالبانو سره مذاکرات دترهه گرۍ دستونزې لپاره په ممکنه توگه هوارى راويستى شي اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ روانې پيښې دردناکې دي.
صدر وويل متبادل پوځي عمليات به دوروستي گام په توگه استعمالولى شي اؤ زياته يې کړه چې حکومت دترهه گرۍ دمعاملې په هواري کې سنجيده دى اؤ طالبانو سره مذاکرات دهغوي وروستۍ هيله ده.
تيره ورځ بنو کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان ترسره شوې بمي چاؤدنه کې د٢٠ؤ څخه دزياتو عسکرو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو وروستو دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد پخپل يو بيان کې په ډاگه کړې وه چې که حکومت ډرون حملې اودروي اؤ دقبائيلي سيمو څخه پوځ اوباسي نو دهغوي ډله دمقصدي خبرو لپاره تياره ده.
خو نن چې کله مرکزي کابينې د هيواد په امنيتي تگلاره د غور کولو دپاره غونډه کوله نو دهغې څخه لږ وړاندې په پينډۍ کې د پوځي مرکز سره په لږه فاصله په يوه بله امنيتي پوسته طالبانو بمي چاودنه وکړه چې پکې د شپږو عسکرو په گډون ديارلس کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې د طالبانو لخوا په سياسي مشرانو اؤ امنيتي ځواکونو دترسره شوؤ بريدونو دپړې قبلولو وروستو په حکومت د سياسي گوندونو اؤ اولسي حلقو له لوري فشار سيوا کيږي چې نور بايد د کشمکش څخه را اوځي اؤ هيواد کې دې دامنيت ټينگولو دپاره غوڅ گامونه واخلي .