جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ځالو دگن شپ هيلي کاپټرو گوله باري

Supporters for same-sex marriage raise a cheer at Dublin Castle as they wait for the result of the referendum, May 23, 2015.

Supporters for same-sex marriage raise a cheer at Dublin Castle as they wait for the result of the referendum, May 23, 2015.

پيښور_ سرچينې وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو دزيارت په ورځ يوځل بيا دتندلارو په شکمنو ځالو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه گوله باري کړې چې پکې جنگيالو ته دمرگ ژوبلې اوښتو انديښنه ده.
دسرچينو وينا ده چې دريوؤ گن شپ هيلي کاپټرو دډيره اسماعيل خان سره نزدې د کلاچۍ تحصيل دجنوبي وزيرستان سره پيوست غرييزه سيمه کې دترهه گرو په دوؤ شکمنو ځالو گوله باري کړې ده.
دجنگي الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه قبائيلي سيمو شمالي اؤ جنوبي وزيرستان، خيبرايجنسۍ اؤ هنگو کې دتيرو دوؤ اوونو راهسې وروستو له هغې فضائي کارروايۍ ترسره کيږي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک دمهمند ايجنسۍ دڅانگې مشر عمرخالد خراساني په ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ايف سي د٢٣ؤ عسکرو دوژنې دعوه وکړه.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد فضائي کارروايۍ گټورې ثابتې شوي اؤ طالبان مذاکراتو کې سنجيده نۀ دي.
وزيراعظم نواز شريف دتيرې مياشتې په وروستو کې قومي اسمبلۍ ته دوينا په مهال طالبانو سره دخبرو لپاره ديوې څلور کسيزې کميټۍ اعلان کړى ؤ چې له دې وروستو طالبانو هم حکومت سره دخبرو لپاره خپله درې کسيزه کميټي وټاکله.
دپاکستان حکومت په طالبانو دهيواد دائين اؤ قانون دمنلو غږ کوي خو دطالبانو وياند شاهدالله شاهد دوه اوونۍ دمخه پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ که هغوي دشريعت څخه پرته بل کوم قانون منلى نو دجگړې ضرورت به هډو پيښيدو نه..
دطالبانو له لوري په مهمند ايجنسۍ کې د٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دوژنې ددعوې وروستو درائيټرز ترمخه پاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف په شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ځالو دفضائي حملو اجازت ورکړى ؤ اؤ په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې تر دې مهاله ترسره شوؤ دغو حملو کې دبهرنيانو پشمول دلسگونو طالب جنگيالو دوژنې ادعاوې شوي دي.
طالبان وائي په وزيرستان کې دجنگي الوتکو دبمبارۍ باوجود هم حکومت سره خبرو ته تيار دي خو دوه ورځې دمخه دپاکستان وفاقي کابينې پخپله يوه غونډه کې په طالبانو دغيرمشروط اؤ يو اړخيزه ډول داوربند کولو غږ کړى ؤ ، کوم چې طالبانو رد کړى.