پيښور:جهاز باندې شوي بريد کې يوه زنانه مړه، دوه ژوبل

وياند زياته کړې ده چې کله په دغه جهاز ډزې کيدلې په هاغه وخت جهاز کې خواوشا170 مسافر ناست وؤ.

د نهې په شپه د پاکستان د خيبرپښتونخوا د سرښار پيښور په هوايي ډگر د سعودي عرب څخه پيښور ته په راغلې الوتکه د کوزيدو په مهال شوي بريد کې يوه زنانه مړه شوې اؤ دوه کسان نور سخت ژوبل شوي دي .
د خيبر پښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک وايي د وزيرستان د پوځي عملياتو په ټس کې وطن ته راستنيدونکو بيگناه خواريکښو باندې بريد کول يو بزدلانه عمل دى چې هيڅ جواز نۀ لري.
چارواکو نۀ ده واضحه کړې چې په دغه بريد کې الوتکې ته کوم زيان رسيدلى کۀ نه ؟
دپاکستان د هوايي شرکت پي ايي اى وياند ددغه بريد په اړه مطبوعاتو ته په جاري کړي بيان کې وئيلي چې الوتکه د سعودي عرب د پلازمينې رياض څخه پيښور ته رارسيدلې وه اؤ کله چې کښيناسته په دغه مهال پرې ډزې وکړل شوې.
وياند زياته کړې ده چې کله په دغه جهاز ډزې کيدلې په هاغه وخت جهاز کې خواوشا170 مسافر ناست وؤ.
هغه زياته کړې ده چې دپيښې په بابله د لمړي پلټنيز راپور څخه وروستو به په ډاگه شي چې په ډزو کې دغه الوتکې ته څۀ زيان اوښتى دى که نه.
خو د پيښور هوايي ډگر سرچينو وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته دپيښې د تفصيلاتو په اړه وئيلي چې په الوتکه پي کى 756 دغه ډزې د هوائي ډگر څخه د بهر نه هاغه مهال شوي دي کله چې الوتکه د کښيناستو په حال کې وه.
ددغه پيښې څخه وروستو په هوايي ډگر د الوتکو د کيښناستو اؤ پورته کيدو خدمات وځنډول شول اؤ امنيتي ځواکونو د هوايي ډگر دننه اؤ بهر د لټونې عمليات پيل کړي خو تر دې مهاله يې د پيښې په تور څوک نۀ دي نيولي .
بايد وويل شي د پيښور هوايي ډگر نه تاؤ ديوالونه بيخي ټيټ دي اؤ کله چې دغلته الوتکه په رن وى کښيني نو په د هوايي ډگر د ديوال ترڅنگ تير شوي سړک باندې تيريدونکي خلک يې واضحه ويني.
سرچينې وايي په دغه بريد کې الوتکه پينځۀ ډزه لگيدلې ده خو د جهاز چلوونکي توره وکړه اؤ الوتکه يې په بريالي توب سره په زمکه کښينوله.
په پيښه کې د وژل شوې ميرمنې پيژندگلو د بيگم مقنون په نامه شوې ده اؤ کوم دوه کسان چې زخميان شوي دهغوئ په هکله وئيل کيږي چې جهاز کې د سامانونو سمبالوونکي دي.
د خيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک ددغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ امنيتي چارواکو، د هوايي ډگر ساتونکو ځواکونو اؤ ضلعي انتظاميې ته يي امر کړى چې راتلونکي کې دداسې قسمه پيښو مخه بايد په سختۍ سره ونيسي.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته په ليږلي خپل بيان کې وزيراعلي پرويز خټک وئيلي د بيگناه خلکو په نخښه کول يو ناوړه عمل دى چې هر څومره غندنه يې وشي کمه به وي.
د پيښور په هوايي اډه په الوتکه دغه بريد په داسې حال کې شوى چې دپاکستان پوځ په قبائيلي سيمه کې د حکومت مخالفه ياغي طالبانو په ضد عمليات پيل کړي اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې په سوؤنو وسله وال وژلي اؤ دهغوئ گڼ شمير ځالې يې لۀ مينځه وړي دي.
له دې وړاندې هم په 8م جون د کراچۍ په نړيوال هوايي ډگر د وسله والو جنگيالو لخوا ترسره شوي يو ترهگريز بريد کې د ديرشو نه زيات کسان وژل شوي وؤ.