دريوؤ ورځو کې دنوازشريف اؤ جنرل راحيل دويم ملاقات

دسرچينو وينا ده چې ددغه ليدنې په مهال ملک کې دسياسي کړکيچ دهوارولو په اړه دوزيراعظم اؤ پوځ دسرلښکر ترمينځ خپل مينځي اتفاق موجود ؤ اؤ نوازشريف جنرل راحيل دعوامي تحريک مشر طاهرالقادري سره په شوؤ خبرو هم هغه باور کې اخستى.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف يوځل بيا دملک دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف سره اسلام اباد کې ليدنه کړې اؤ هغه سره يې دملک په موجوده سياسي اؤ امنيتي چارو خبرې اترې کړي دي.

دسرچينو وينا ده چې ددغه ليدنې په مهال ملک کې دسياسي کړکيچ دهوارولو په اړه دوزيراعظم اؤ پوځ دسرلښکر ترمينځ خپل مينځي اتفاق موجود ؤ اؤ نوازشريف جنرل راحيل دعوامي تحريک مشر طاهرالقادري سره په شوؤ خبرو هم هغه باور کې اخستى.

نوازشريف دپوځ سرلښکر سره دغه ليدنه په داسې حال کې کړې چې دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان اؤ طاهرالقادري حکومت سره دهرقسمه مذاکراتو ختمولو اعلان کړى، دپي ټي ائي مشرنوازشريف نه داستعفا پخپله غوښتنه کلک ولاړ دى اؤ وائي نن ماښام به دخپلې راتلونکې تگلارې اعلان کوي،همدغه شان طاهرالقادري هم نن ورځ دانقلاب دورځې په توگه دنمانځلو اعلان کړى دى.

دوه ورځې وړاندې دنهې په ورځ هم جنرل راحيل وزيراعظم هاؤس کې نوازشريف سره ليدنه کړې وه اؤ دميډيا راپورونو ترمخه په دغه ليدنه کې دپوځ سرلښکر په نوازشريف زور راوړى ؤ چې په احتجاج دبوختو ډلو سره دې زر تر زره سياسي کړکيچ حل کړي.

دوزيراعظم هاؤس نه په دغه حقله جاري شوي بيان کې وئيل شوي وؤ چې دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق کړى چې موجوده معامله دملک په غوره مفاد کې په فوري توگه هوارول پکار دي.

پرون وزيراعظم دمختلفو سياسي گوندونو مشرانو سره دصلاح مشورو ترڅنگ قومي اسمبلۍ ته خطاب وکړو اؤ خبردارى يې ورکړو چې دپاټلۍ نه دجمهوريت دغورځولو کومه هڅه به جمهوري قوتونه چيلنج کوي.

له دې وړاندې دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف اؤ داخله وزير چوهدري نثارعلي خان هم تيره اوونۍ دپوځ سرلښکر سره ليدنې کړې وې اؤ دميډيا راپورونو ترمخه جنرل راحيل هغوي ته هم دمعاملې زر تر زره دهوارولو خبردارى ورکړى ؤ.

ځينې تجزيه کار وائي چې دطاقتور پوځ دننه موجود عناصر دحکومت دکمزوري کولو لپاره اسلام اباد کې دروانو احتجاجونو ته هوا ورکوي، خو پوځ په سياست کې دمداخلت نه انکار کوي.

تحريک انصاف تور لگوي چې دمئ ٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې دپي ايم ايل(ن) مشر نوازشريف دهاغه وخت دچيف جسټس افتخارچوهدري اؤ اليکشن کميشن سره په شريکه په لويه پيمانه ټگي کړې وه،خونوازشريف دغه انتخابات شفاف اؤ ازادانه گڼي.

دپاکستان وزيراعظم انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره دسپريم کورټ په دريوؤ ججانو دمشتمل يو عدالتي کميشن جوړولو تجويز هم ورکړى ؤ،خو عمران خان دريځ خپل کړى چې لمړى دې نوازشريف استعفي ورکړي اؤ وروستو دې تحقيقات وکړل شي ځکه چې دهغه په قول دوزيراعظم په مشرۍ کې تحقيقات ازادانه نۀ شي کيدى.