خيبرايجنسۍ کې په پراخه کچ پوځي عمليات شروع،21 ترهگر مړۀ

ددغو عملياتو له امله د سيمې څخه په زرگونو کورنۍ د سرپناه په غرض خوندي سيمو ته اوځي.

دشمالي وزيرستان څخه وروستو د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو د زيارت په ورځ د ترهگرو اؤ تندلارو په ضد د خيبر ون په نوم په لويه سطحه پوځي عمليات پيل کړي چې پکې په لمړۍ ورځ د 21ؤ ترهگرو د وژلو دعوه شوې ده.

چارواکي وايي ددغو عملياتو له امله د سيمې څخه په زرگونو کورنۍ د سرپناه په غرض خوندي سيمو ته اوځي.

دغه عمليات وروستو لۀ هغې پيل کړل شوي چې تيره ورځ دپاکستاني طالبانو د تحريک پياوړو کمانډرانو د داعش په نوم په شام اؤ عراق کې دراپورته شوي تندروه وسله وال تنظيم سره خپل پيوستون اعلان کړو اؤ وئ وئيل هغوئ به نور د داعش د مشر په لارښوونه يوه نوې جگړه پيل کړي.

دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ شهاب علي شاه وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په ځانگړو خبرو کې وئيلي دزيارت په ورځ چې د خيبرايجنسۍ دننه د ترهگرو په ضد د خيبر ون په نوم کوم پوځي عمليات پيل کړل شوي دا به ډير دلويې سطحې اؤ فيصله کن وي اؤ ترهاغې وخته به دوام ولري ترڅو چې سيمه په بشپړ ډول د تندلارو څخه پاکه شوې نۀ وي

خيبرايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پولې يې نۀ يواځې د افغانستان سره لگيدلي بلکې دغه قبائيلي سيمه دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې د سرښار پيښور ترڅنگ د قبائيلي سيمو اورکزئ ، کرم ايجنسۍ اؤ مهمند ايجنسۍسره هم پيوست ده.

چارواکي وايي په خيبرايجنسۍ کې د تيرې ډيرې مودې راهسې مذهبي وسلو والو تنظيمونو لښکر اسلام اؤ انصار الاسلام په پراخه کچ فعاليت لرلو او دغلته به زياتره وخت افغانستان ته د ناټو په تيريدونکو کنټنيرو بريدونه کيدل و.

اوس په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له امله گمان کيږي چې دپاکستاني طالبانو د تحريک اؤ القاعده مهم کمانډران هم خيبر اؤ کرم ايجنسو ته را اوختي اؤ دلته خپلې خوندي ځالې لري.

د خيبرايجنسۍ پولټيکل ايجنټ شهاب علي شاه اومنله چې د زيارت په ورځ په تيراه سيمه کې د تندلارو يو شمير ځالي جيټ الوتکو په نخښه کړي اؤ دغلته درنه بمباري روانه ده.

د پاکستان دپوځ مطبوعاتي څانگه ايي ايس پي ار هم په خپل يو بيان کې وئيلي چې دخيبرايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه په سپاه اؤ اکاخيلو کې جيټ الوتکو د تندلارو يو شمير ځالي په نخښه کړي چې پکې لږ ترلږه يوويشت تندلاري وژل شوي دي.

خو پوځ نه ده په ډاگه کړې چې په دغو وژل شوؤ کې کوم مهم طالبان يا القاعده مشران اؤ کمانډران شامل دي کۀ نه ؟

پولټيکل ايجنټ شهاب علي شاه ډيوه راډيو ته دا هم وويل چې عمليات دومره په پراخه کچ روان دي چې له امله يې د خيبرايجنسۍ د گڼو سيمو خلکو خپل کورونه اؤ مالونه پريښي اؤ خوندي سيمو ته پناه وړي .

هغه زياته کړه د بې کوره کيدونکو خلکو دپاره انتظاميې اؤ امنيتي ځواکونو د بيړې په حالت کې ځينې انتظامات نيولي چې په هغې کې ددغو کډوالو دپاره د گاډو، ډاکټرانو اؤ خوراک څښاک انتظام شامل دى.

له دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې په نااعلانه ډول وخت په وخت د تندلارو په ځالو د جيټ الوتکو له لارې بمبارۍ کولې خو دا لمړى ځل دى چې په خيبرايجنسۍ کې دترهگرو په ضد دغو هوايي عملياتو ته باقاعده شکل ورکړل شوى