رياض :د اورلگېدو پېښه کې ۵ پاکستاني وژل شوي

راپورونه وايي دغه پېښه د رياض په ختيز کې النديم نومې سيمه کې رامنځته شوې ده ، او د خلکو اوسېدو په وداني کې اورلگېدلی ؤ .

د سعودي عرب پلازمينه رياض کې نن د خالي په ورځ يو وداني کې د اورلگېدو پېښه کې پينځه پاکستاني وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي دغه پېښه د رياض په ختيز کې النديم نومې سيمه کې رامنځته شوې ده ، او د خلکو اوسېدو په وداني کې اورلگېدلی ؤ .

سعودي چارواکو پېښه کې د پينځه کسانو د وژنې پخلی کړی او د اورلگېدو په اړه نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی خو راپورونه وايي دغه کسان اورلگېدو او لوگي په نتيجه کې د ساه بندېدو نه مړه شوي دي .

د وژل شوؤ کسانو د پېژندگلو په اړه تراوسه تفصيلي معلومات نه دي ورکړی شوي .

د پاکستان سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم نوازشريف او صدر ممنون حسېن په پېښه افسوس څرگند کړی ، او متاثره کورنو سره يې غمرازي کړې ده .

د سرکاري بيان ترمخه وزيراعظم په سعودي عرب کې پاکستانۍ سفارتخانې ته هدايات ورکړي چې د مړو بيرته ملک راوړلو انتظامات وکړي .

تېره اوونۍ هم د سعودي عرب پلازمينې په شمال لويئديزه سيمه کې په قاسم نومې پوهنتون کې د جوړېدو په مهال د کنونشن سنټر ودانی غورځيدلی ؤ او په دغه پېښه کې لږ ترلږه شپږ پاکستاني خواري کښ وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو .