دامريکا دبهرنو چارو دمرستيال وزير انتوني بلنکن ترمخه نهه مياشتې دمخه په عراق اؤ شام کې دتندروه ډلې دولت اسلاميه په ضد پيل کړل شوي کيمپئن کې تر دې مهاله ددغه ډلې د10,000ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.
ددولت اسلاميه دمخنيوي په اړه پيرس کې د٢٠ؤ څخه دزياتو هيوادونو دمشرانو دليدنې وروستو دفرانس يو راډيو سره خبرو کې هغه وويل چې دکيمپئن دپيل کيدو وروستو يې داعش کې زيات زيانونه ليدلي اؤ وې وئيل چې زيات پرمختگ شوى دى. مرستيال خارجه وزير وويل چې ددې کيمپئن دپيل په مهال هغوي وئيلي وؤ چې دا به وخت اخلي.
له دې وړاندې بلنکن دا هم وئيلي وؤ چې عراقي حکومت ددولت اسلاميه دلا پراخيدو په ضد دجگړې کولو سمه تگلاره لري.
ديو پريس کانفرنس په مهال مرستيال خارجه وزير دائتلافي ځواکونو فضائي حملو، دعراقي ځواکونو تربيې، مقامي قبيلو ته دوسلو ورکولو په اړه دعراقي وزيراعظم حيدرالعبادي پلان اؤ په انبار صوبه کې پوليسو ته دسازوسامان ورکولو لوري ته پام راگرځولى ؤ، هغه ددولت اسلاميه دخودکش موټري بمونو په ضد ددفاع لپاره دعراقي حکومت ځواکونو ته داينټي ټينک راکټونو دورکولو اعلان هم کړى ؤ.