هلمند: نښتو کې ٢٠ پوليس اؤ ١٠ جنگيالي وژل شوي

دغه نښتې دجمعې په شپه پيل شوي اؤ تر څو ساعتو روانې وې چې پکې درې پوليس اؤ گڼ شمير طالب جنگيالي ژوبل شوي هم دي.

دخالي په ورځ چارواکو وئيلي دي دافغانستان د جنوبي ولايت هلمند په موسي قلعه اولسوالۍ کې دافغان پوليسو اؤ طالب جنگيالو ترمينځ سختو نښتو کې٢٠ پوليس اؤ ١٠ جنگيالي وژل شوي دي.

دغه نښتې دجمعې په شپه پيل شوي اؤ تر څو ساعتو روانې وې چې پکې ١٠ پوليس اؤ گڼ شمير طالب جنگيالي ژوبل شوي هم دي.

دپوليسو اؤ پوځي عملياتو دگډې رابطې مشر محمد اسماعيل هوتک ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې بريدونه دجمعې په شپه په موسي قلعه اولسوالۍ کې په پوستو شوي چې پکې ١٠ پوليس ژوبل شوي هم دي.

دجگړې په مهال طالب جنگيالو دپوليسو درې گاډي سوزولي، دوه يې دځان سره هم بوتللي دي اؤ چارواکي وائي چې دغه دواړه گاډي دوسلو څخه ډک وؤ.

دبريد پړه طالبانو په غاړه اخستې ده.

افغانستان کې دتيرکال اخره کې دامريکا په مشرۍ د١٣ کلنې جگړې پاې ته درسيدو څخه وروستو سږکال افغان حکومت دبهرنو ځواکونو دفضائي ملاتړ څخه پرته دسلامتۍ دچيلنجونو سره مخ دى اؤ دطالبانو له لوري دسپرلي دروايتي جگړې داعلانيدو څخه وروستو دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده چې پکې په لسگونو عسکر اؤ اولسي وگړي وژل شوي دي