د پشکال ګرمۍ کې یخ جانانه موسم داختر خوند نور سیوا کړی

خلک د کورونو نه د ټولګو په شکل کې یخو پرفضاء مقامونو ته په چکر اوځي

په پاکستان کې چې نور کله اکثره د اختر رنګونه د ورځو تفریق پیکه کوي سږکال په بیلابیلو ورځو هم داختر نمانځل کیدو باوجود دپشکال په سخته ګرمۍ کې یخ جانانه موسم د اخترخوشحالۍ اؤ رنګونه برقرار ساتلي دي اؤ خلک په جوش اؤ جذبه د اختر په نمانځلو بوخت دي.
داختر نه څو ورځې وړاندې د ګرمۍ سخته څپه را الوتې وه چې دغه قیامت خیزه ګرمۍ د سنده‌ صوبې دننه خواوشا دیارلس سوه کسان وژلي وؤ خو د اختر رانزدې کیدو سره موسم کې خوشګواره بدلون رامینځته شو اؤ هیواد په بیلابیلو برخو کې نه یوازې شړق شیبه بارانونه ووریدل بلکې یخې یخې هواګانې هم راوالوتلې چې هغې د ګرمۍ د لاسه دبې حاله خلکو د اختر خوشحالۍ یو په دوه کړې.

یو کبابي د اختر په موقعه ګرم چپلي کباب پخوي


په خیبرپښتونخوا کې دیخ جانانه موسم له امله دا ځل د اختر په موقعه خلک زیات پرجوشه لیدل کیږي اؤ چرته که ډلې ډلې ماشومان په لارو کوڅو کې په لوبو اؤ مستو کولو بوخت لیدل کیږي نو هلته پیغلې اؤ زلمي هم خپلو خپلوانو کره روان لیدل کیږي چې ځانونه یې سینګار کړي وي اؤ دخوښۍ احساس یې د سرڅڼې، جامو،پیزار اؤ خنده رویه څهرو څخه له ورایه کیږي
په پیښور کې مهم کاروباري مرکزونه اؤ مارکیټونه بند دي خو واړه واړه دوکانونه پرانستي پراته دي چې د خریدارانو رش پرې لیدل کیږي .
په سړکونو د معمول نه د ټریفک رش کم دی خو کوم ګاډي چې په دغو سړکونو تیریږي نو زیاتره پکې زلمي اؤ پیغلې ناست لیدل کیږي چې په تیز اواز یې ټیپ ریکارډ ځانته لګولی وي اؤ په تیزو اوازونو د خوشحالۍ چغې وباسي.
د کلو بانډو د حجرو دروازې هم پرانستې پرتې دي ، د کلي مشران حجرو ته ورټولیږي اؤ د یو بل سره میلسونه کوي دغو حجرو ته هر څوک د خپلو کورونو څخه چایې، ډوډۍ ور وړي اؤ خوراک څښاک په کې په اجتماعي ډول کیږي
په پیښور،مردان، نوښار اؤ سوات کې دا ځل د اختر په موقعه د پښتو نوي اووه فلمونه لګیدلي اؤ د فلمونو شوقین زلمي ددغو فلمونو کتلو دپاره په سینیماګانو هم ورمات دي ، په پیښور کې ددغو نوؤ فلمونو یو ټکټ د ۱۵۰ روپو څخه نیولی تر ۷۰۰ روپو پورې خرڅولی شي
ددغو فلمونو جوړونکو د وړاندې څخه هیله ښکاره کړې وه چې فلمونه به یې په دې اختر کې ښه بزنس وکړی شي.
په بازارونو کې د خوراک په سټالونو اؤ هوټلو بیا تر ټولو زیات رش لیدل کیږي اؤ په اختر کې د خوراکي توکو د بیعو لوړیدو باوجود ډلې ډلې زلمي په دغو هوټلو کې خوراکونه کوي
په سږني وړوکي اختر کې چې زلمي تر ټولو زیات اهمیت څه ته ورکوي هغه د یخو اؤ پرفضاء سیمو چکرې دي
داځل د ښه موسم له امله دومره خلک د کورونو څخه پرفضاء مقاماتو ته د چکر دپاره وتلي دي چې د ګاډو په اډو کې وزګار ولاړ ګاډي نه لیدل کیږي ، زیاتره زلمي اؤ پیغلې د ټولګو اؤ فیملیانو په شکل کې سوات،مالم جبې، کالام، مهوډنډ، چترال، کاغان اؤ ناران ته تللی اؤ یاهم د تګ پروګرامونه جوړوي
په پیښور کې راشد نومې یو ډرائیور چې هائي ایس ګاډي یا بکسه د حاجي کمپ ادې څخه چلوي وایي د اختر دپاره یې خپل ګاډي په اووه زره روپۍ ورځ باندې په کرایه څو زلمو ته د کالام د چکر دپاره ورکړی دی اؤ ددغه ګاډي د تیلو، دسړک د ټیکسونو اؤ د ډرائیور اؤ کلینډر د خرچ خوراک پیسې به هم دغه زلمي ادا کوي
راشد وویل په عامو ورځو کې د تیلو نه بغیر خپل ګاډي د یوې ورځې کرایه څلور زره روپۍ ورځ اخلي
زیاتره زلمي اؤ پیغلې په اختر کې د ځان مشغولولو دپاره د سیندونو اؤ پارکونو مخه هم کوي.
د اټک سیند ته په یو سوزکي کې د روانو زلمو د جملې څخه یو تن روح الله وائیس اف امریکه ډیوه راډیو ته وویل دغو ټولو زلمو خپلو کې شپږ،شپږ سوه روپي اچولي دي اؤ غواړي چې داختر په ورځ اټک سیند ته لاړشي، دغلته یخو اوبو کې ولامبي اؤ بیا ماهیان وخوري
هغه وویل پخپله د بجلو کار کوي اؤ نور کله ورته داسې موقعې په لاس نه ورځي چې ټول ملګري رایو ځایې شي اؤ چرته لرې چکر له لاړ شي
رابعه دکور ذمه وارۍ سمبالوونکې یوه څلیرشت کلنه پیغله ده چې د پیښور په زریاب کالونۍ کې استوګنه لري نن د خپلو نورو خویندو، مشر رور اؤ مور سره یو ځایې مردان کې دماما کور ته روانه ده
هغې هم ځان ښه سینګار کړی ، نوي جامې، پیزار اؤ کالي پتري یې اچولي ، لیچې یې په بنګړو ډکي دي ، نکریزې یې ایښي دي اؤ وایي د اختر دپاره یې په اتلس سوه روپي ځان بیوټي پارلر کې سینګار کړی دی.
رابعه ډیوه راډیو سره خبرو کې وویل د مردان نه ورپسې د ماما لوریانو اؤ نورو همځولو ټیلي فون کړی چې اختر کې د هغوي کره ورشي اؤ مور یې رضا کړې ده چې باید مردان ته یې بوځي
هغې وویل په مردان کې به ټوله شپه د ماما لوریانو شګفتې اؤ شبانې سره ګپې شپې لګوي، بازار ته به ورسره اوځي اؤ خپل اختر به ښه په موج میله کې تیروي
هغې وویل ډیره خوشحاله په دې ده چې موسم یخ دی اؤ په ګرځیدو کې به ورته د ګرمۍ هیڅ احساس نه کیږي .
فضل سبحان چې د پیښور اوسیدونکی دی اؤ د خپلو نورو څلورو ملګرو سره د اختر په لمړۍ ورځ د سوات تر ټولو یخې سیمې کالام ته چکر دپاره ورغلی د ټيلیفون په لیکه یې ډیوه راډیو ته وویل په کالام کې د خلکو دومره رش دی چې هوټلو کې استوګنې دپاره کمرې نه پیدا کیږي
هغه وویل د بحرین نه اخوا کالام پورې لاره ډیره خرابه ده اؤ ګاډي پرې په ډیر تکلیف تیریږي خو خلک په لاره اؤ په ګاډو نه دي ،صرف خپل ځان کالام ته رسوي.
د فضل سبحان ویناده چې دلته یې یو هوټل کې دوه کمرې په کرایه اخستي چې دیوې یوې کمرې د یوې شپې درې زره روپۍ کرایه ورکوي اؤ تر څلورو ورځو به د کالام د یخ موسم نه خوند اخلي