پاکستان وایي هغه پخپله د ترهګرۍ ښکار دی اؤ دترهګرۍ دنوغي ویستو په لړکې په خپلو ژمنو کلک ولاړ دی .
دغه څرګندونې د ګل په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر ویاند قاضي خلیل الله د افغانستان د صدر اشرف غني لخوا په پاکستان دترهګرو د روزلو اؤ پاللو د تورونو لګیدلو وروستو وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې دخپل غبرګون څرګندولو په په مهال کړي دي.
صدر اشرف غني په پاکستان ترهګرو ته د پناه ورکولو د تورونو ترڅنګ دا غوښتنه هم کړې وه چې پاکستان پخپله خاوره کې باید د ترهګرو د پټو ځالو په ضد ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګل په ورځ د کابل د هوایي اډې په خوله کې ترسره شوې یوه خودکش حمله کې پینځه کسان مړه اؤ د15ؤ نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.
کله چې د پاکستان د خارجه دفتر د ویاندڅخه د افغان صدر له لوري په پاکستان کې د ترهګرو دپټو ځالو د لګیدلي تور په بابله وپوښتلی شول نو هغه وویل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پخپلو ژمنو کلک ولاړ دی اؤ دافغانستان له لوري د امن اؤ سولې دپاره د کیدونکو هڅو ملاتړ کوي.
قاضي خلیل الله وویل پاکستان د صدر اشرف غني لخوا مطبوعاتي کانفرنس کې راپورته کړل شوؤ نکتو ته خپل پام ګرځولی دی.
ویاند وویل"پاکستان خو پخپله ترهګرۍ تر ټولو زیات ځپلی هیواد دی اؤ مونږ تر اوسه د 60000 نه دزیاتو کسانو قرباني ورکړې ده "
هغه وویل "همدغه لامل دی چې د پاکستان اولس اؤ حکومت د افغانستان د اولس اؤ حکومت په درد اؤ غم تر ټولو ښه پوهیدی شي"